CRI Online

په ۲۰۱۸ کال کې به د چين او هند تر منځ اړيکې د نوې بڼې ښودنه وکړي

cri     (GMT+08:00) 2018-01-03 15:55:26

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، په هند کې د چين لوی سفير لو جاو هوې د جنورۍ په ۲مه نېټه وويل په ۲۰۱۸ کال کې د چين او هند تر منځ اړيکې به په نوې زمانه کې د نوې بڼې ښودنه وکړي او د نوي راتلونکې ته په لور به پرمختګ ومومي.

لو جاو هوې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نوي کال د مبارکۍ وينا د يادونې په وخت کې وويل دغه وينا د چين پر بنسټ ده او ټولې نړۍ ته پاملرنه کوي، ليری ليد لوری لري او د نورو هڅونه کوي چې د ګردې نړۍ ليری ليد او د لوی هېواد په توګه د دندو اخيستلو توان لري. چين يو لوی مسئولانه هېواد دی او غواړي چې د نړۍ د سولې ابادي لپاره کار وکړي، د ټولې نړۍ پرمختګ ته خدمتونه وکړي، نړيوال ميکانيزم وساتي، د م م د حقوقو او واک وساتي، مسئولانه دندې پوره کړي او د اقليمي بدلون په مقابل کې خپلې کړې ژمنې عملي کړي. چين او هند دواړه لوي تمدن لرونکي لرغوني هېوادونه او سمسوري بازارونه لرونکي هېوادونه دي او دواړه د اقتصاد د پرمختګ تاريخې دندې پر غاړه لري چې ګډ ستراتيژيکي ټکی يې د توپيرونو په پرتله ډېر زيات دی.

لو جا هوې وويل د چين او هند تر منځ اړيکې به په ۲۰۱۸ کال کې د دواړو هېوادونو د مشرانو تر فعالې لارښوونې لاندې په هراړخيزه، دايمي او ستراتيژيک ډول د جوړښت له لارې نژدې شي. ددواړو هېوادونو مشرانو دې ته اشاره وکړه چې چين او هند بايد يو بل ته د فرصت په توګه ګوري او يو بل نه ننګونې، همکار دی او حريف نه دی. دواړه خواوې بايد لا زياتې ګډې نظريې تر لاسه کړي او لا مشخص تدبيرونه ونيسي او په پر له پسي ډول د ذات البيني اړيکو د فعال پرمختګ هڅونه وکړي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای