CRI Online

د فرانسې د بهرنيو چارو وزير ايران ته خپل سفر ځنډولی دی

cri     (GMT+08:00) 2018-01-03 16:17:47

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د فرانسې د ولسمشر دفتر د جنوري د ۲ مې نېټې په ماسپښين په يوه مطبوعاتي اعلاميه کې وويل، چې د فرانسې د ولسمشر امانويل مکرون په همدې ورځ د ايران له ولسمشر روحاني سره د تلېفون له لارې خبرو اترو وروسته له دې سره موافقه وکړه چې له دې امله چې ايران په ځينو ښارونو کې لاريونونه روان دي د فرانسې د بهرنيو چارو وزير ډريان ايران ته خپل سفر ځنډوي.

په دې اعلاميه کې همدارنګه راغلي چې دواړه خواوې به د ديپلوماتيکو چارو له لارې د ډريان ايران ته سفر نوې نېټه وټاکي او په راتلونکيو څو اوونيو کې به خبرې وکړي. د مالوماتو له مخې، ايران ته د ډريان سفر اصلي پلان د جنوري په ۵مه نېټه ټاکل شوی و.

مکرون په خبرو اترو کې له روحاني څخه غوښتنه وکړه چې د ايران د اوسنيو حالاتو په اړه زغم وساتي. دواړه خواوې هم د ايران د اټومي تړون، د سوريې حالاتو او د ترهګرۍ ضد مسئلو په هکله خبرې اترې وکړي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای