CRI Online

په هند کې د چين د ځيرکو موبايلونو بازاري برخه په پر له پسي توګه پراخه شوې ده

cri     (GMT+08:00) 2018-01-03 16:20:36

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د هند د تازه شميرنې سره سم د ۲۰۱۷ کال د مارچ تر پايه پورې له ۲۰۱۶ څخه تر ۲۰۱۷ مالي کال پورې د چين د شياو مي، ويوو، وپو په نامه د ځيرکو موبايلونونو د پلورنې په اندازه ۲۲۵ بيليارډ او ۲۷۰ مليونه روپۍ ته زياتې شوې چې شاو خوا ۳ بيليارډ او ۵۴۸ مليونه ډالره وه چې د ځيرک موبايلونونو د نيولو برخه لا نوره پراخه شوې ده.

د هند د اقتصادي ټايمز ورځپانې د خبر له مخې، د هند د ځيرکو موبايلونو بازار ته د ننوتلو له درېيم کال راهيسې د چين د شياو مي، ويوو او وپو په نامه د ځيرک موبايلونونو د پلورنې اندازه ډېره لوړه شوې ده. په هند کې د مايکروماکس په نامه د ځيرک موبايلونونو د پلورنې اندازه يوازې ۵۶ بيليارډ ۱۴۰ مليونه روپۍ ته رسيدلې چې د تېر مالي کال په پرتله ۴۲ سلنه کمه شوې ده.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای