CRI Online

د المان د انحصار ضد ادارې فېسبوک ته د سزا ورکولو په اړه فکر کوي

cri     (GMT+08:00) 2018-01-03 16:49:45

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د المان د بونديسکارتيلامت ادارې د جنورۍ په ۲مه نېټه وويل څرنګه چې د امريکا فېسبوک د المان د شخصيتونو شخصي مالومات راغونډ او استعمال کړي، امکان شته چې فېسبوک ته د سزا ورکولو په تدبيرونو باندې غور وکړي.

د دغې ادارې مشر اندرياس موندت په همدې ورځ وويل دغه اداره په دې انديښمنه ده چې فېسبوک د کارونکو شخصي مالومات راغونډ او استعمال کړي او دا نظر يې څرګند کړ چې فېسبوک په ناوړه توګه له خپل بازاري حق څخه استفاده کړې. هغه وويل فېسبوک د خپل انستاګرام او وتساپ له لارې په اتوماتيکه توګه د کارکوونکو مالومات راغونډ او استعمال کړی، خو کارکوونکي په دې خبر نه و او نه شي ردېدلای. هغه وويل که فېسبوک له دغې کړنې څخه لاس واخلي، دغه اداره به ورته سزا ورکړي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای