CRI Online

جنوبي کوريا تائيد کړه چې له شمالي کوريا سره په پانمونجون کې د ټلېفوني تودې کرښې په وسيله ټلېفوني خبرې وکړې.

cri     (GMT+08:00) 2018-01-03 18:33:25

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د جنوبي کوريا د هېواد د يووالي وزارت د جنورۍ په ۳مه نېټه تائيد کړه چې په همدې ورځ دغه هېواد له شمالي کوريا سره په پانمونجون کې د ټلېفوني تودې کرښې په وسيله د شلو دقيقو ټلېفوني خبرې وکړې او موخه يې د مخابراتي کرښې په اړه تخنيکي څارنه وکړي.

دغه وزارت خبر ورکړ چې د سؤل پر وخت د همدې ورځې د ماسپښين له درې نيمو بجو څخه تر درو بجو او پنځوسو دقيقو پورې شمالي کوريا د يادې کرښې له لارې له جنوبي کوريا سره ټليفوني خبرې وکړې. ورپسې دواړو خواوو د ټلېفون او فوکس د تجهېزاتو تخنيکي څارنه وکړه.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای