د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په افغانستان کې د م م د بشري چارو د همغږۍ رياست نماينده ګۍ د جنورۍ په ۳مه نېټه خبر ورکړ چې په ۲۰۱۷م کال کې څه نا څه ۴۴۵ زره تنه افغانان د جګړو له امله له خپلو کورونو او کليو څخه جلا شوي دي.
دغه دفتر په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې په ۲۰۱۷م کال کې د افغانستان په ختيځ کې څه باندې ۱۴۰ زره تنه کسان بې کوره شوی دی چې په دې جمله کې ۱۲۳ زره پنځه سوه کسان له ننګرهار ولايت څخه دي. د تېر کال له اکتوبر راهيسې، د افغانستان په ختيځ کې د حکومتي پوځ او داعش ترمنځ جګړې د دغو کسانو د بې کوره کېدو لامل دی. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |