CRI Online

چين په ۲۰۱۷ کال کې د بېوزلۍ د له منځه وړلو کارونو ارزوي

cri     (GMT+08:00) 2018-01-04 16:18:04

د چين د دولتي شورا د بېوزلۍ د له منځه وړلو دفتر د جنورۍ په ۳مه نېټه خبر ورکړ، په ۲۰۱۷ کال کې د بېوزلۍ د له منځه وړلو کارونو د نتيجې ارزونه په همدې ورځ پيل شوه. سږ کال به د پخوانيو تر لاسه شويو برياليتوبونو پر بنسټ د بېوزلۍ د له منځه وړلو په اړه د مشخصو دندو د پر غاړه اخيستلو، د بېوزلو ولسواليو د پورته کولو او له بېوزلۍ څخه ژغورل شوي خلک د بيا غريبېدو د حالت په شمول يو لړ ارزونې ترسره شي.

د يوې شمېرنې له مخې، په ۲۰۱۷ کال کې چين کې ۲۸ غريب ولسوالي له بېوزلۍ څخه ژغورل شوي او څه باندې لس مليونه وګړي له بېوزلۍ څخه ژغورل شوي دي. د هېواد په بېلا بېلو سيمو کې د بېوزلۍ د له منځه وړلو کارونو د نتيجې د ارزونې لپاره، ياد دفتر د جنورۍ په ۳مه نېټه په ۲۰۱۷ کال کې د بېوزلۍ د له منځه وړلو کارونو د نتيجې په ارزونه پيل وکړ.

د دولتي شورا د ياد دفتر مسئول شيا ګنګ شنګ خبريال ته وويل، د جنورۍ له پنځمې نېټې مخکې به د هه بې، وو هان او ګوانګ شي په شمول د ۲۲ ولايتونو لپاره څاروونکي ګروپونه په کارونو پيل وکړي. د روانې مياشتې له لسمې نېټې مخکې به د درېيمې خوا د ارزونې ټول ګروپونه هم تياريانې ونيسي. د روان کال د ارزونې کارونه به د محتوياتو او طريقو په برخو کې د پخوا په پرتله بېل وي. ښاغلي شيا وويل

(( د ارزونې د محتوياتو په تړاو په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې مو په عمده توګه د بېوزلۍ د له منځه وړلو د برياليتوبونو، په سمه توګه د غريبو وګړيو د پېژندنې او ورسره د مرستې کولو د کارونو او د بېوزلۍ د له منځه وړلو لپاره د ځانګړو پيسو د لګولو حالاتو ارزونې وکړې، د ۲۰۱۷ کال د ارزونې په کارونو کې به د بېوزلۍ د له منځه وړلو په اړه د مشخصو دندو د پر غاړه اخيستلو، د بېوزلو ولسواليو د پورته کولو او له بېوزلۍ څخه ژغورل شوي خلک د بيا غريبېدو حالت په شمول يو لړ محتويات زيات شي. دوهم د ارزونې طريقې په برخه کې، د ۲۰۱۵ کال د بېوزلۍ د له منځه وړلو کارونو د ارزونې لپاره د درېمې خوا ارزونه هم ترتيب شوې، ۲۰۱۶ کال کې د ولايتونو ترمنځ يو د بل ارزونه زياته شوې او د ۲۰۱۷کال لپاره به د ارزونې په ترڅ کې خبري رسنۍ په پټه توګه ارزونه ترسره کړي. ))

ښاغلي شيا دې ته اشاره وکړه چې د ۲۰۱۷ کال د بېوزلۍ د له منځه وړلو کارونه به د کال په پای کې وروستۍ ارزونه له تر لاسه شويو مالوماتو سره يو ځای شي، دغه راز لا بشپړ مالومات تر لاسه شي او د ستونزو د لټولو طريقې به لا زياتې شي. هغه وويل

((د مالوماتو ارزونه به له پخوانيو يوولسو طريقو څخه اتلسو ته زياته شي او په دې جمله کې به د هېواد د ختيځې او لوېديځې سيمې ترمنځ د همکارۍ څارنه، له غړيتوب څخه د بېوزليو ولسواليو د ژغورنې ارزونه، په بېوزلو ولسواليو کې د کرهڼيزو چارو په هکله د پيسو د لګولو حالت ارزونه او د بېوزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې د ځانګړو پيسو د لګولو حالت ارزونه په روان کال کې منع شوي محتويات دي. ))

له دې نه پرته، په سږنۍ ارزونه کې به د عمومي څېړنې او ارزونې طريقې ښې شي او د بېوزلۍ د له منځه وړلو په کارونو کې د ضعيفو برخو او سترو موضوعاتو په هکله ارزونه پياوړې شي. د موضوعاتو شمېر او سختوالی به د ارزونې پر نتيجې اغېزه وکړي. د مثال په توګه، په ځينو ولايتونو کې د بېوزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې څرګند برياليتوبونه تر لاسه شوي، خو لا هم ډېرې سختې ستونزې شته، نو د ارزونې په نتيجه کې د دغو ولايتونو مقامونه به وروسته پاتې وي. نو بېلا بېل ولايتونه بايد د بېوزلۍ د له منځه وړلو دنده په ښه توګه ترسره کړي، بلکې خپلې کمزورې برخې دې کمې کړي او په حساسو ساحو کې دې د خپلو مسئلو د لرې کولو لپاره تر وسې پورې کوښښونه وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای