CRI Online

په کابل کې چاودنې ۱۱ تنه ووژل

cri     (GMT+08:00) 2018-01-05 10:17:04

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، افغان امنيتي چارواکي وايي، د جنورۍ په ۴مه نېټه په پلازمينه کابل کې ځانمرګی بريد وشو چې له امله يې لږ تر لږه ۱۱ تنه وژل شوي او ۲۵ تنه نور ټپيان شوي دي. په مړو شويو کسانو کې ۵ تنه پوليس شامل دي. دغه بريد د کابل په نهمه امنيتي حوزه کې پر ځايي وخت د ماخوستن په اته بجو او ۴۵ دقيقو شوی دی.

د عيني شاهدانو په قول، په همدې ورځ پوليسو هڅه کوله، د مخدره موادو پېر او پلور مخنيوي لړ کې د سيمې يو شمېر دوکانونه وتړي، خو اعتراض کوونکي سيمه کې پرې راټول شوي وو. بريدګر په همدې وخت د کسانو په منځ کې چاودنه وکړه او مرګژوبله يې واړوله.

پوليس د پېښې ځای ته څوک نه ورپرېږدي او د بريد په اړه پلټنه کوي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای