CRI Online

جنوبي او شمالي کوريا په دوامداره توګه په پانمونجوم کې يو له بل سره تماس نيولی دی

cri     (GMT+08:00) 2018-01-05 15:16:13

د جنوبي کوريا د يووالي وزارت د روانې مياشتې په څلورمه نېټه خبر ور کړچې د دې هېواد او شمالي کوريا اړيکې ټينګوونکو مامورينو په همدې ورځ په پانمونجوم کې تلفوني خبرې اترې وکړې .د همدې ورځې په شپه د جنوبي کوريا ولسمشر مون جای اين د امريکا له ولسمشر ډونالد ترمپ سره هم تليفوني خبرې اترې وکړې او پردې يې موافقه وکړه چې دواړه هېوادونه به د پيونګ چانګ د اولمپيک د ژمنيو سپورټي لوبو په موده کې ګډ پوځي تمرينونه ونه کړي.د چين د بهرنيو چارو وزارت په همدې ورځ د جنوبي او شمالي کوريا د هغې کړنې هر کلی وکړ چې په دې وروستيو ورځو کې يې د دوه اړخيزو اړيکو د ښه والي لپاره يو بل ته مثبت نيت ښولی دی.د دې ترڅنګ چين هيله څرګنده کړې چې نړيواله ټولنه له دې څخه ملاتړ وکړي.

د شمالي کوريا مشر کيم جونګ ون د روانې مياشتې په لومړۍ نېټه د نوي کال د مبارکۍ په پيغام کې وويل چې په پيونګ چانګ کې د اولمپيک ژمني سپورټي لوبې د ملتي مقام د څرګندولو لپاره يو ښه فرصت دی .شمالي کوريا په صادقانه توګه هيله لري چې دغه سپورټي لوبې په برياليتوب سره تر سره شي او غواړي چې په دې لوبو کې د ګډون لپاره د سپورټي پلاوي د ليږلو په شمول هر ډول لازم تدبيرونه ونيسي او په دې هکله به له جنوبي کوريا سره بېړنۍ خبرې اترې وکړي.د روانې مياشتې په دوهمه نېټه د جنوبي کوريا ولسمشر مون جای اين د شمالي کوريا يادې څرګندونې ته ځواب ور کړ او په همدې ورځ يې د دولتي چارو په غونډه کې له حکومتي څانګو څخه غوښتنه وکړه چې اړونده لايحه جوړه کړي تر څو شمالي کوريا په دې لوبو کې ګډون وکړي.ترهغه وروسته د جنوبي کوريا د يووالي وزير چو مونګ ګيون شمالي کوريا ته وړانديز وکړ چې دواړه هېوادونه دې د روانې مياشتې په نهمه نېټه په پانمونجوم کې د لوړې کچې خبرې اترې وکړي او په يادو لوبو کې د شمالي کوريا د ګډون په باب دې سلا مشوره وکړي.

له دې امله چې په پانمونجوم کې د اړيکو ټينګولو لار د روانې مياشتې په درېيمه نېټه اعاده شوه ، نو عامه افکار فکر کوي چې جنوبي او شمالي کوريا به د روانې مياشتې له څلورمې نيټې څخه د دې خبرو اترو د اجنډا،موضوعاتو او نورو محتوياتو په باب بحث وکړي.خو د جنوبي کوريا د يووالي وزارت د روانې مياشتې په څلورمه نېټه وويل چې د شمالي او جنوبي کوريا اړيکې ټينګوونکو مامورينو په همدې ورځ په پانمونجوم کې دوه ځله تلفوني خبرې اترې وکړې ،خو شمالي کوريا د دې لوړې کچې خبرې اترې نه دي يادې کړي.د جنوبي کوريا د ياد وزارت د چارواکو په اند شمالي کوريا ښايي د دې خبرو اترو په هکله د جنوبي کوريا پر وړانديز د څېړنې لپاره وختونو ته اړتيا ولري.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډيالوګ د اعاده کېدو فضا د ښه کېدو په حال کې ده که څه هم د جنوبي کوريا جمهوري ماڼۍ د شمالي کوريا د يادې کړنې هر کلی وکړ خو لاهم ډېره زياته محتاطه ده.د جمهوري ماڼۍ يوه چارواکي په همدې ورځ له خبري رسنيو سره په تليفوني مرکه کې وويل چې د پيونګ چانګ د اولمپيک ژمني سپورټي لوبې به ژر پيل شي،نو د بې ثابته حالت د مخنيوي لپاره بايد د يووالي وزارت تر مشرۍ لاندې په منظم ډول اړوند کارونه تر سره شي.هغه زياته کړه چې د جنوبي او شمالي کوريا ترمنځ خبرې اترې بايد د دې وزارت تر مشرۍ لاندې تر سره شي او جمهوري ماڼۍ د دولتي امنيت د تامينولو له غونډې څخه اړوند معلومات تر لاسه کولی شي او هغه عوامل دې تر غور لاندې ونيسي چې ښايي شمالي کوريا په دې خبرو اترو کې ستراتيژيکې لمسوونکې کړنې وکړي او امريکا د دې خبرو اترو په هکله محتاطه رويه غوره کړې.

په دې وروستيو ورځو کې د جنوبي او شمالي کوريا د مثبتو کړنو په هکله د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د روانې مياشتې په څلورمه نېټه وويل چې چين د دغو کړنو هر کلی کوي او هيله لري چې نړيواله ټولنه له دې څخه ملاتړ وکړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای