د جنورۍ په ۶ مه نېټه د افغان خبري رسنيو د خبر له مخې، د افغانستان امنيتي ځواک څو ورځي وړاندې د هېواد په ختيځ لغمان ولايت کې د داعش پر ضد تصفيوي عمليات تر سره کړل چې په ترڅ کې يې لږ تر لږه ۲۰ تنه جنګيالي وژلي دي.
افغان امنيتي ځواکونو په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې دغه تصفيوي عمليات د روانې مياشتې په ۵مه نېټه د لغمان ولايت په شمالي سيمه کې تر سره شوي، په ترڅ کې د وژل شويو وسله والو په منځ کې دا تائيد شوې چې دوه پکې د داعش ځايي مهم قومندانان دي.
په اعلاميه کې همدارنګه راغلي چې د داعش يوه چوڼۍ هم په دې تصفيوي عمليات کې ويجاړه شوې ده.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |