CRI Online

د افغانستان په ختيځ کې لسګونه زره کورنۍ د ناامنۍ له امله نورو ځايونو ته تللې دي.

cri     (GMT+08:00) 2018-01-08 10:00:40

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، افغان خبري رسنيو د جنورۍ په ۷مه نېټه خبر ورکړ چې تېر کال د دغه هېواد په ننګرهار ولايت کې څه باندې پنځلس زره کورنۍ د حالاتو د ترينګلتيا او ناامنۍ له امله نورو ځايونو ته تللې دي. په دې جمله کې شپېته سلنه کورنۍ د ننګرهار له خوګياڼۍ ولسوالۍ څخه کډه شوې دي. د دې ترڅنګ په دغه ولايت کې څه باندې يو لک کسان له خپلو کورونو او کلي څخه کډه شوي دي او د پناه وړونکو نړيوال سازمان د شمېرنې له مخې يوازې په خوګياڼۍ ولسوالۍ کې د بې کوره کسانو شمېر له ۵۰۰ زرو څخه زيات دی.

په ژمي کې يادې کورنۍ او کسان بيړنيو بشري مرستو ته اړتيا لري. دوی هيله لري چې افغان حکومت د ننګرهار ولايت د حالاتو د ښه والي لپاره لازم تدبيرونه ونيسي، تر څو دوی ژر خپلو کورونو او کلي ته بېرته ستانه شي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای