CRI Online

د ((يو شين او)) پټلۍ: د چين له منځني لويديځ څخه اروپا ته ډېره ځواکمنه نړيواله ټرانسپورتي کرښه ګرځي

cri     (GMT+08:00) 2018-01-08 16:32:21


دوه کاله مخکې، د چين کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي شي جين پينګ په چونګ چنګ ښار کې د يانګ ځه سيند پر غاړه د اقتصادي کمربند د پرمختګ په اړه غونډه کې دې ته اشاره وکړه چې د دغه اقتصادي کمربند د پرمختګ لپاره بايد د چيني ملت د دايمي ګټو له لحاظه ايکولوژۍ ته د لومړيتوب ورکولو او د شنه پرمختګ لار غوره شي. د يادې انکشافي تګلارې د پلې کېدو له دوو کلونو راهيسې، په دې سيمه کې د پرمختګ نوی سفر پيل شوی دی.

د چونګ چنګ د چټکو پټليو جوړول او بهر ته د لارو پرانيستل د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ لپاره او د يانګ ځه سيند پر غاړه د اقتصادي کمربند د پرمختګ لپاره مهم ارزښت لري. د يو شين او په نامه ځانګړې پټلۍ له چونګ چنګ څخه د شينجيانګ له لارې اروپا ته د مالونو د حمل و نقل نړيوالې اوسپنيزې لارې دي چې دا د عمومي منشي شي جين پينګ د مهمو ويناوو د روحيې د پلې کولو او د پټليو شبکې د لا بشپړوالي لپاره د شپږ کلنو کوښښونو له لارې جوړې شوې او د چين او اروپا ترمنځ مشهور ټرانسپورټي مارک ګرځيدلی دی.

د يادې پټلۍ د جوړېدو د لومړنۍ موخې په اړه په چونګ چنګ کې د يو شين او د مالونو ليږدولو شرکت عمومي منيجر چي دان وويل

(( د چين او اروپا ترمنځ د باروړونکو اورګاډيو تګ راتګ په چونګ چنګ کې د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ ډېره بريالۍ نښه ده. د دې پټلۍ د جوړېدو فکر واقعاً د يو کمربند او يوې لارې غوښتنې له وړاندې کېدو مخکې رامنځته شوی و، ځکه چونګ چنګ د هېواد په منځ کې په وچه باندې احاطه ښار دی، د صنعتي شکل د بشپړوالي په موخه د ښار حکومت په ۲۰۰۰ کال کې په چونګ چنګ کې د الېکترونيکي صنعت د توليداتو د سمسورتيا لپاره د هڅولو پريکړه وکړه، خو په هغه وخت کې يې لويې لاسته راوړنې نه وې تر لاسه کړې. کله چې په ۲۰۰۸ کال کې مو د HPاو Asusپه شمول د تصديو د راجلبولو پلان درلود، خو زموږ ټرانسپورټي شرايط له غوښتنو سره سمون و نه کړ. نو فکر مو وکړ چې د ورېښمو د لرغونې لارې په رڼا کې اروپا ته د تګ ځمکنۍ لاره خلاصه کړو. له ستونزمنو خبرو اترو وروسته، د ۲۰۱۱ کال د جنورۍ په ۲۸ مه نېټه د چين او اروپا ترمنځ لومړی باروړونکی اورګاډی په ازمويښتي توګه حرکت وکړ. ))

د يو شين او پټلۍ د چين له شينجيانګ او يا داخلي مغولستان له لارې د پولې څخه په تېريدو قزاقستان، روسيې، بلاروس او پولند ته ننوزي او بيا د المان دويسبورګ ته رسيږي چې د پټلۍ عمومي اوږدوالی يې يوولس زره کيلومتره دی او ديارلس ورځې لګوي، دغه لار د اوبو ټرانسپورټ په نسبت کوم چې مالونه د يانګ ځه سيند له لارې شانګهای ته او بيا د سمندر له لارې اورپا ته ليږدول کيږی، نژدې له دېرشو ورځو څخه تر څلوېښتو ورځو پورې وخت سپمولی شي، لګښت يې يوازې د هوايي ټرانسپورټ د بيې يو په پنځمه يا شپږمه برخه نيسي.

ګو يوان بندر په ۲۰۱۶ کال کې د عمومي منشي شي جين پينګ له چونګ چنګ څخه ليدنه کې لومړی تمځای و. دغه بندر د ۵۰۰۰ ټنو په کچه دبيړۍ ۱۶ لنګر ځايونه لري او د مالونو د ساتلو کلنۍ اندازه ۳۰ مليونه ټنه دی. دغه بندر د۲۰۱۷ کال د دسمبر په ۲۸نېټه په رسمي توګه په چونګ چنګ کې د چين او اروپا ترمنځ د باروړونکو اورګاډيو دوهمه مبدا ګرځيدلې ده. د چونګ چنګ د بندرونو چارو او ټرانسپورت ګروپ مرستيال منيجر هوانګ جي خبريالانو ته وويل،

(( دغه راز يو کمربند او يوه لاره او د يانګ ځه سيند پر غاړه اقتصادي کمربند په دې ځای کې تړل شوي دي. په دې ځای کې د اوبو له لارې ليږدول شوي مالونه په مستقيمه توګه په اورګاډيو کې انتقال کيدای شي. ))

د چونګ چنګ ښار د پرمختګ او اصلاحاتو کميټې مرستيال مدير وانګ جه چيانګ وويل

(( د ۲۰۱۱ کال د جنورۍ په ۲۸مه نېټه د يو شين او پټلۍ له پيل راهيسې د تګ راتګ اورګاډيو شمېر له ۱۵۰۰ نه زيات شوی، له ۱۲۰ زرو نه زيات معياري کانتينرونه ليږدول شوي، دا د چين او اروپا ترمنځ د تجارتي همکارۍ د پياوړتيا لپاره مهم ارزښت لري. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای