CRI Online

اشرف غني: غواړي د يو کمربند او يوې لارې په ابادۍ کې مثبت ګډون وکړي.

cri     (GMT+08:00) 2018-01-09 08:57:24

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د جنورۍ په ۸مه نېټه څرګنده کړه چې افغانستان له چين سره خپلو اړيکو ته په درنه سترګه ګوري، د يو دايمي او وفادار ستراتيژيکي همکار په توګه چين بولي او غواړي چې د يو کمربند او يوې لارې په ابادۍ کې مثبت ګډون وکړي.

ولسمشر غني په همدې ورځ په ارګ کې د نوي چيني سفير ليو جين سونګ لخوا د باور ليک د منلو پر وخت وويل چې افغانستان د يو کمربند او يوې لارې د وړانديز لوړه قدر داني کوي، غواړي چې پکې په مثبته توګه ونډه واخلي او د چين د پرمختيايي لاسته راوړنو تحسين کوي.

نوي چيني سفير ليو جين سونګ څرګنده کړه چې چين به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې په تېره د لوړ پوړيو چارواکيو ترمنځ تګ راتګ او ملکي تبادله پياوړې کړي، د يو کمربند او يوې لارې وړانديز او د افغانستان د پرمختيايي پلان ترمنځ د نښلولو هڅونه به وکړي، په بېلا بېلو ساحو کې خپلمنځي همکاريزې پروژې به پرمخ بوزي او د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو په ګډون د اصولو پر بنسټ به د دغه هېواد د سوله ييزې بيا رغونې او ملي روغې جوړې بهير ته پرمختګ ورکړي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای