CRI Online

په افغانستان کې د چين نوي لوی سفير ليو جين سونګ د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ته باور ليک وړاندې کړ.

cri     (GMT+08:00) 2018-01-09 10:05:47

په افغانستان کې د چيني سفارت ويبپاڼې د خبر له مخې، د جنورۍ د اتمې نېټې په سهار په افغانستان کې د چين نوي لوی سفير ليو جين سونګ د افغانستان په ارګ کې ولسمشر محمد اشرف غني ته خپل باور ليک وړاندې کړ او دواړو خواوو يو د بل سره دوستانه خبرې اترې وکړې. د افغانستان خارجه وزير صلاح الدين رباني او په افغانستان کې د چين سياسي مستشار جانګ جي شين، نظامي مستشار وانګ شين، اقتصادي مستشار تيان ګوانګ لې هم په دغه کتنه کې ګډون درلود.

سفير ليو جين سونګ د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په استازيتوب ولسمشر غني ته د نوي کال مبارکي او نيکې هيلې وويلې. هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوديزې دوستۍ لوړه ستاينه وکړه او څرګنده يې کړه چې چين او افغانستان ښه ګاونډيان، دوستان او ملګري دي او د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ ژورې اړيکې شته. په تېرو څو کلونو کې دوه اړخيزې ستراتيژيکې دوستانه او همکاريزې اړيکې ټينګې شوې دي. چين له ولسمشر غني او افغان حکومت څخه مننه کوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ټينګېدو لپاره يې زيار ايستلی دی او باسي يې. سفير ليو وويل، ډېر وياړم چې په افغانستان کې د لوی سفير په توګه دنده پر غاړه اخلم. زه به تر خپلې وسې پورې د دوه اړخيزو اړيکو د ټينګېدو، په تېره بيا به د لوړ پوړې تګ راتګ او ملکي تبادلې د نژدې کېدو لپاره هڅې وکړم، د افغانستان له پرمختيايي لايحې سره د يو کمربند او يوې لارې پلان د نښلولو او په هره ساحه کې د دوه اړخيزو همکاريو د ژورتيا لپاره به کوښښ وکړم او د افغانانو تر لارښوونې لاندې او د افغانانو د ادارې پر بنسټ د افغانستان د سوله ييز جريان او د هېواد د بيا رغونې بهير د پياوړتيا لپاره به هم زيار وباسم.

ولسمشر محمد اشرف غني د رئيس شي جين پينګ له نيکو هيلو څخه مننه څرګنده کړه او د سفير ليو له لارې يې رئيس شي ته د نوي کال د مبارکۍ پيغام ولېږه. هغه هيله وښودله چې په روان کال کې چين ته بيا سفر وکړي او له چيني مشرانو سره خبرې اترې وکړي. هغه د لوی سفير په توګه د ښاغلي ليو د ټاکنې هر کلی وکړ او څرګنده يې کړه چې دا په نوي کال کې د ده لخوا منل شوی لومړنی باور ليک دی او يوه ښه نښه ده. هغه په دې مناسبت خوشحاله دی. افغان حکومت به د سفير ليو د کار کولو لپاره پوره اسانتياوې برابرې کړي او ورڅخه ملاتړ وکړي. هغه باور لري چې سفير ليو له چين سره د ښو همکاريو په اړه د افغانستان د بېلا بېلو خواوو تودې هيلې احساسولی شي.

نوموړي زياته کړه چې افغانستان د دايمي او باوري دوست په توګه چين ګوري، د يو کمربند او يوې لارې د وړانديز لوړه ارزونه کوي او پکې مثبته برخه اخلي. افغانستان د هېواد د ادارې په برخه کې د رئيس شي جين پينګ تجربو ته په دېره درنه سترګه ګوري او د چين د پرمختګ برياليتوبونه تحسين کوي. افغانستان غواړي له چين سره نوې مرحلې ته د دوه اړخيزو اړيکو د پياوړتيا لپاره ګډ کوښښونه وکړي. د دغه کتنې په ترڅ کې ولسمشر غني چين ته د ده د لسګونه ځلو سفرونو او د ورېښمو لارې په تاريخ کې د چين او افغانستان ترمنځ د تاريخي او کولتوري تماسونو يادونه وکړه.

ولسمشر غني ته د باور ليک له وړاندې کولو نه مخکې د افغانستان خارجه وزير رباني له سفير ليو سره تشريفاتي کتنه وکړه. دغه راز، سفير ليو د افغانستان د تشريفاتو رياست د مشر په ملګرتيا د ولسمشرۍ ماڼۍ د تشريفاتي ګارډ احترام ومانه.

د معلوماتو له مخې، ښاغلي ليو د جنورۍ په ۳مه نېټه کابل ته ورسېد او په ۶مه نېټه يې د افغانستان د تشريفاتو رياست مشر مجددي ته د باور ليک کاپي وړاندې کړله.

انځورونه:

لوی سفير ليو جين سونګ ولسمشر محمد اشرف غني ته باور ليک وړاندې کړ.

د باور ليک له وړاندې کولو نه وروسته ولسمشر غني، سفير ليو او د تشريفاتو رياست مشر مجددي سره ګډ عکس واخيست.

ولسمشر غني له سفير ليو سره خبرې اترې وکړې او په دې ناسته کې د چين او افغانستان اړوندو چارواکو هم ګډون درلود.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ تشريفاتي ګارډ د لوی سفير ليو لپاره د احترام مراسم تر سره کړل.

خارجه وزير رباني له سفير ليو سره تشريفاتي کتنه وکړه.

د افغانستان د تشريفاتو رياست مشر د سفير ليو د باور ليک کاپي ومنله.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای