CRI Online

اړيکو ته ډېر اهميت ورکول او د دوستۍ ليږدول

cri     (GMT+08:00) 2018-01-09 11:27:22

د جنورۍ په ۶مه نېټه، په افغانستان کې د چين سفير ليو جين سونګ په سفارت کې د يوې دوستانه ناستې په جوړولو سره د سفارت له افغان کارکوونکو او د دوی له ماشومانو سره خبرې وکړې، سياسي مستشار جانګ جه شين او د دفتر مدير ليو ليان ليانګ په دې ناسته کې هم ګډون درلود. سفير ليو لومړی افغان کارکوونکو او د دوی خپلوانو ته د نوي کال مبارکي او نيکې هيلې وړاندې کړلې او د سفارت له کارونو څخه د دوی د ملاتړ مننه يې وکړه. سفير ليو په ځانګړې توګه له دې امله ښاغلي علي ته خپل احترام وړاندې او مننه وکړه چې له ۱۹۹۳ کال څخه تر ۲۰۰۱ کال پورې له افغانستان څخه د چيني ديپلوماتانو له وتلو وروسته په سفارت کې پاتې او پر کار ټينګار وکړ، له جنګ څخه و نه ويريده او ګټو ته يې توجه و نه کړه. سفير ليو وويل، چې د ښاغلي علي کيسه په چين کې مشهوره او له احساساتو ډکه ده، د چين او افغانستان ترمنځ د دوستۍ يوه ښه بېلګه بلل کيږي. په چين کې ويل کيږي چې د اوبو د څښلو په وخت کې بايد د څا کيندونکي هير نه شي، چينايان او چيني سفارت پخواني دوستان په ياد لري او په ښه توګه به زاړه او د دوی خپلوان وپالي. سفير ليو وويل، د سفارت ځايي کارکوونکو ماشومانو ته مې په دې ناسته کې د ګډون بلنې ورکړې، ځکه غواړم ماشومان دا وپېژني چې چيني سفارت د دوی د پلرونو او نيکه ګانو يوه بله توده کورنۍ ده، دوی په دې ځای کې د درناوي وړ دي او په ښه توګه کار او ژوند کوي. چيني سفارت د ماشومانو کورنۍ هم ده، هيله لرم چې ماشومان بيا بيا دلته راشي او د چيني ژبې او کلتور له زده کړې سره خپل جذبات تازه وساتي، په راتلونکي کې به د چين او افغانستان ترمنځ د دوستۍ د پياوړتيا مهمې دندې پر غاړه ولري چې چيني سفارت د دوی لپاره د مرستو برابرولو هيله لري. د چين او افغانستان دوستانه اړيکې د پخواني نسل د کوښښونو پر بنسټ دي، موږ خوښ يو چې د دې چارو تر سره کولو لپاره هڅه کوو، دندې لرو چې دغې اړيکې او مسئوليت ځوان نسل ته په تيره بيا ماشومانو ته وليږدوو او دوی ته وښيو چې دواړه هېوادونه تل ښه ګاونډيان پاتې شوي دي او چينايان او افغانان دايمي ښه ملګري دي.

د ښاغلي علي په شمول مشرانو افغان کارکوونکو د سفير ليو څخه مننه وکړه او د ده د راتګ يې هرکلی وکړ. ښاغلي علي وويل، چې څو کاله مخکې يې د چين د بهرنيو چارو وزارت په بلنه چين ته په خپل سفر کې د چيني ملګرو توده پالنه تر لاسه کړه چې دا د ده په عمر کې ډېره ښايسته او له احساس څخه ډکه خاطره بولي، په چيني سفارت کې کار کول زما لپاره دومره نيکمرغه دي چې د ګاونډيانو، خپلوانو او ملګرو به رخه راتله. نورو کارکوونکو هم وويلې چې موږ به خپلو ماشومانو او لمسيانو ته له چيني سفارت سره او له چين سره مينه وليږدو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ لپاره به لا نور خدمتونه تر سره کړو.

سفير ليو ماشومانو ته د نوي کال سوغاتونه ورکړل او له دوی سره يو ځای يې له سفارت څخه ليدنه وکړه.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای