CRI Online

شي جين پينګ د فرانسې له ولسمشر امانويل مکرون سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2018-01-09 13:23:56

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جنورۍ په ۸مه نېټه د دياو يو تای په دولتي هوټل کې د فرانسې له ولسمشر امانويل مکرون سره وکتل. شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه چې موږ به په نوې زمانه کې پر سمې لارې ټينګار وکړو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو ښه راتلونکې به جوړه کړو.

دواړو مشرانو په دوستانه فضا کې خبرې اترې وکړې. شي جين پينګ وويل، چين او فرانسه ځلانده کلتور او هنر لرونکي هېوادونه دي. د نوي کال په سر کې تاسو اسيا ته د لومړي سفر د مقصد په توګه چين غوره کړی، له دې څخه ښکاري چې تاسو د چين او فرانسې ترمنځ اړيکو ته په ډېره درنه سترګه ګورئ. رئيس شي وويل

((کله کله د چين ملي زعيم ماو ځه دونګ او د فرانسې جنرال ديګاوله يادوم. په ۱۹۶۴ کال کې دواړو مشرانو په لرې نظر او ځيرکتيا د سترو سياستوالو په توګه د سړې جګړې څخه د ځان ليرې ساتلو سره د چين او فرانسې ترمنځ د اړيکو ټينګښت هڅولی او دغه راز فرانسه لومړی لوېديځ هېواد دی چې له چين سره يې ډيپلوماتيکې اړيکې ټينګې کړې. دې نه يوازې د هغه وخت پر نړيوال شکل اغېزه کړې ده، بلکې تر اوسه پورې موږ لا هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو ټينګښت له امله رامنځته شوې ارزښتناکې اغېزې احساسولای شو. اوس په نړۍ کې ژور بدلونونه روان دي. موږ په دې موقع کې سره کتنه کوو، باور لرم چې موږ ګډه هيله لرو چې په نوې زمانه کې د چين او فرانسې ترمنځ اړيکې لا نورې ټينګې کړو. موږ غواړو د مسئولانه مشرانو په توګه سمه لاره غوره کړو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ښه راتلونکي د جوړولو لپاره کوښښونه وکړو. ))

رئيس شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ، په اوسنۍ نړۍ کې ډېر ناڅرګند عوامل موجود دي، چين د انسانانو برخليک د ګډې ټولنې د جوړولو هيله او غوښتنه لري او فرانسه هم ورته نظر لري. دواړه هېوادونه د ټولنيز نظام، د پرمختګ مرحلې او د کلتوري دودونو په برخو کې له توپيرونو نه پرته متقابل سياسي باور پياوړی کولی او د همکارۍ پټ ځواک پوره استعمالولی شي. چين غواړي د ګډو ګټو پر بنسټ د همکاري کولو له اصولو سره سم په بېلا بېلو برخو کې له فرانسې سره همکاري ژوره کړي او د يو کمربند او يوې لارې په چوکاټ کې خپلمنځي همکاري پياوړې کړي.

ښاغلي مکرون وويل، زه ډېر خوشحاله يم چې چين ته خپل لومړی سفر کوم. د فرانسې او چين ترمنځ دوستي اوږد تاريخ لري. هيله لرم چې د دې سفر په وسيله د فرانسې او چين ترمنځ د اړيکو او د مهمو نړيوالو موضوعاتو په هکله له رئيس شي جين پينګ سره د نظريو تبادلې وکړم او دغه راز به د دواړو هېوادونو ترمنځ متقابل باور پياوړی شي. د يو کمربند او يوې لارې د جوړونې وړانديز ستر ارزښت لري او فرانسه غواړي په فعاله توګه په دې وړانديز کې ګډون وکړي. برسيره پر دې، فرانسه هم غواړي د اقليمي بدلون د مخنيوي په شمول د نړيوالو ننګونو سره د مقابلې لپاره له چين سره په ګډه خدمتونه ترسره کړي. يقين دی چې زما دغه سفر به د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړيکو کې يوه تلپاتې نښه وګرځي. هغه وويل

((دا اسيايي هېواد ته زما لومړی سفر دی. زما په اند، له دې وروسته چې د چين د کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس تازه پای ته ورسېد او د تېر کال په مې مياشت کې په فرانسه کې ولسمشريزې ټاکنې ترسره شوې، چين ته زما دغه سفر به د فرانسې او چين ترمنځ د دوه اړخيزو اړيکو او حتی په لويه پيمانه کې يوه نوې تلپاتې نښه وګرځي. هيله لرم چې د دې سفر له لارې د دواړو هېوادونو متقابل باور پياوړی کړم. غواړم چې د خپل ماموريت په پنځه کلنه موده کې د فرانسې او چين ترمنځ اړيکې او د اروپا او چين ترمنځ اړيکې پرمخبوزم او د اقليمي بدلون د مخنيوي په شمول د نړيوالو ننګونو سره د مقابلې لپاره له چين سره په ګډه خدمتونه ترسره کړم.))

رئيس شي جين پينګ او مېرمن يې پنګ لي يوان، د چين د دولتي شورا غړي يانګ جيې چه، د فرانسې ولسمشر مکرون او د ده مېرمن بوليګټ په شمول يو شمېر مامورينو په دې کتنه کې برخه درلوده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای