CRI Online

د ګاو جينګ لومړي نمبر ٠٣ او ٠٤ په نوم سپوږمکۍ په برياليتوب سره توغول شوي دي

cri     (GMT+08:00) 2018-01-09 14:04:33

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د جنوري د نهمې نيټې د سهار په يوولسو بجو او ٢٤دقيقو د چين په تای يوان ښار کې د سپوږمکيو د توغولو په مرکز کې د چانګ جنګ دوهم نمبر دينګ په نوم د نقليه راکټ په وسيله د ګاو جينګ د لومړي نمبر ٠٣ ،٠٤په نوم سپوږمکۍ په برياليتوب سره توغول شوي او په سالمه توګه ټاکلي مدار ته ننوتلي دي .چين په برياليتوب سره د ٢٠١٨ کال لپاره د سپوږمکيو توغولو لومړۍ دنده تر سره کړه.

د ګاو جينګ لومړي نمبر ٠٣ او ٠٤ په نوم سپوږمکۍ او د چانګ جنګ دوهم نمبر دينګ په نوم نقليه راکټ په جلا جلا توګه د چين د هوايي ساينس او تخنيک ډله ييز شرکت په اړه د چين د هوايي تخنيک د څېړنيز انسټټيوټ او د شانګهای د هوايي تخنيک د څېړنيز انسټټيوټ له خوا ډيزاين او جوړ شوي دي .(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای