CRI Online

جانګ ده جيانګ د فرانسې له ولسمشر مکرون سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2018-01-09 18:30:55

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د چين د ملي ولسي کانګرس د مرکزي کمېټې مشر جانګ ده جيانګ د جنورۍ په ۹مه نېټه په بېجينګ کې د فرانسې له ولسمشر مکرون سره وکتل.

جانګ ده جيانګ خپلو خبرو کې وويل چې په دې وروستيو کلونو کې د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ تګ راتګ او متقابل سياسي باور پياوړی شوی او خپلمنځي واقعي همکارۍ ستر پرمختګونه تر لاسه کړي دي.د رئيس شي جين پينګ او ولسمشر مکرون ترمنځ خبرې اترې به د چين او فرانسې ترمنځ اړيکو د پرمختګ لپاره ګټورې وي. د چين ملي ولسي کانګرس هيله لري چې د فرانسې له پارلمان سره دايمي ښې همکاريزې اړيکې ټينګې کړي.د دواړو خواوو لپاره راتلونکې عمده دنده د دواړو مشرانو تر لاسه شوې ګډې نظريې پلې کول او د قوانينو د جوړونکو ارګانونو ترمنځ تبادلې پياوړې کول دي څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د واقعي همکارۍ او د خلکو ترمنځ د تګ راتګ لپاره د قوانينو او تګلارو ملاتړ برابر شي.

مکرون وويل چې له چين څخه د ده د ليدنې موخه دا ده چې له رئيس شي جين پينګ سره د فرانسې او چين ترمنځ اړيکو د راتلونکي پرمختګ لپاره پلان جوړ کړي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای