CRI Online

لي که چيانګ او جانګ ده جيانګ په جلا جلا توګه د فرانسې له ولسمشر سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2018-01-09 20:21:31

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د چين صدراعظم لي که چيانګ او د ملي ولسي کانګرس د مرکزي کمېټې مشر جانګ ده جيانګ د جنورۍ په ۹مه نېټه په بېجينګ کې په جلا جلا توګه د فرانسې له ولسمشر مکرون سره وکتل.

لي که چيانګ خپلو خبرو کې وويل چې چين په پر له پسې توګه د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې پوره کړي.هيله ده چې د فرانسې په ګډون بېلا بېلو هېوادونو ته لازيات همکاريز فرصتونه برابر کړي.هرکلی کوي چې فرانسه په چين کې لازياتې پانګې واچوي او لازيات غوره توليدات چين ته صادر کړي.دواړه هېوادونه بايد د انرژۍ،الوتنې او کرهنۍ په ساحو کې همکارۍ پياوړې کړي.

جانګ ده جيانګ له مکرون سره د کتنې په وخت کې وويل چې د چين ملي ولسي کانګرس د فرانسې له پارلمان سره دايمي ښې همکاريزې اړيکې ټينګې کړي.د دواړو خواوو لپاره راتلونکې عمده دنده د دواړو مشرانو تر لاسه شوې ګډې نظريې پلې کول او د قوانينو د جوړونکو ارګانونو ترمنځ تبادلې پياوړې کول دي څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د واقعي همکارۍ او د خلکو ترمنځ د تګ راتګ لپاره د قوانينو او تګلارو ملاتړ برابر شي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای