د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د جنورۍ په ۹مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره دغه خبر منلی چې په پکتيکا ولايت کې د طالبانو درې عمده مشران د دې امنيتي ادارې لخوا نيول شوي دي.
په دې اعلاميه کې راغلي، ياد درې تنه د جنورۍ په اتمه نېټه نيول شوي دي، امنيتي ادارې په عين وخت کې ځينې وسلې هم نيولي دي. دغه درې تنه په پکتيکا ولايت کې د طالبانو د ترهګريزو عملياتو د طرحه او ترتيبولو د برخې عمده مشران دي. خو د دوی نومونه نه دي ياد شوي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |