CRI Online

لي که چيانګ د لان څانګ جيانګ او ميکونګ سيندپر غاړه د پرتو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ په دوهمه سرمشريزه غونډه کې د ګډون لپاره له بېجينګ څخه وخوځيد

cri     (GMT+08:00) 2018-01-10 10:56:45

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د روانې مياشتې د لسمې نيټې په سهار د چين صدراعظم لي که چيانګ د ځانګړې الوتکې په وسيله له بېجينګ څخه وخوځيد او د کمبوديا په پلازمينه پنوم پن کې به د لان څانګ جيانګ او ميکونګ سيند پرغاړه د پرتو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ په دوهمه سرمشريزه غونډه کې ګډون وکړي او له دې هېواد څخه به رسمي ليدنه وکړي.

دغه ليدنه په نوي کال کې د چين د مشرانو لومړۍ ليدنه ده.د چين د بهرنيو چارو وزير کونګ شوان يوو په دې وروستيو ورځو کې خبري رسنيو ته وويل چې دغه ليدنه په روان کال کې له شاوخوا هېوادونو څخه لومړۍ ليدنه ده او د يادې همکارۍ لپاره ډېر مهم اهميت لري چې دا به په اوسنۍ او راتلونکې موده کې د چين او کمبوديا ترمنځ د اړيکو پر پرمختګ ژوره اغيزه وکړي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای