CRI Online

د جنوبي او شمالي کوريا ترمنځ د لوړې کچې خبرې اترې ختمې شوې

cri     (GMT+08:00) 2018-01-10 11:03:07

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د روانې مياشتې د نهمې نيټې په شپه جنوبي کوريا له شمالي کوريا سره د لوړې کچې خبرې اترې په پانمونجون کې پای ته ورسولې او تر هغه وروسته دواړوخواوو په ګډه سره د يوې اعلاميې په خپرولو سره د پيونګ چانګ د اولمپيک په ژمنيو سپورټي لوبو کې د شمالي کوريا د ګډون او د دواړو هېوادونو د پوځي څانګو ترمنځ د خبرو اترو په هکله د ګډو نظريوته د رسيدو اعلان وکړ او پر دې يې ټينګار وکړ چې د بېلا بېلو برخو په هکله به خبرو اترو ته ادامه ور کړي او د خبرو اترو او مشورو له لارې به موجودې مسئلې حل کړي.

د دې اعلاميې له مخې شمالي کوريا به په يادو سپورټي لوبو کې د ګډون لپاره د لوړې کچې پلاوی او د اولمپيک دولتي کميټې پلاوی وليږي. برسيره پردې دوی به له جنوبي کوريا څخه د ليدنې لپاره د لوبغاړو پلاوی ، هڅوونکې او هنري ډلې او د خبريالانو په ګډون پلاوی هم وليږي .جنوبي کوريا به د دی لپاره لازمې اسانتياوې برابرې کړي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای