CRI Online

په ٢٠١٧ کال کې د چين په دننه کې د توليد شويو ګرځنده تليفونونو شمېر ٤٩١ مليونو ته رسيدلی دی

cri     (GMT+08:00) 2018-01-10 11:02:02

د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې د چين د معلوماتو او مخابراتو څېړنيز انسټټيوټ د روانې مياشتې په نهمه نېټه شمېرنه خپره کړه چې له مخې يې په ٢٠١٧ کال کې د چين په دننه کې د توليد شويو ګرځنده تليفونونو شمېر ٤٩١ مليونو ته رسيدلی او ١٠٥٤ نوي ډوله ګرځنده تليفونونه توليد شوي دي چې دغه رقم د وړم کال د همدې مودې په پرتله په جلا جلا توګه په سلو کې ١٢ اعشاريه ٣ او ٢٧ اعشاريه ١ کم شوی دی.

د دې شمېرنې له مخې د چين په دننه کې د ګرځنده تليفونونو د توليدي اندازې د کمښت حالت د ٢٠١٧ کال په مارچ کې پيل شو په تېره بيا په دسمبر مياشت کې څرګند و.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای