CRI Online

نړيوال بانک د ٢٠١٨ کال لپاره د نړيوال اقتصاد د پرمختيايي انډول وړاندوينه لوړه کړې ده

cri     (GMT+08:00) 2018-01-10 11:04:09

د سينهوا اژانس د خبر له مخې نړيوال بانک د روانې مياشتې په نهمه نېټه د نړيوال اقتصاد د راتلونکی په هکله تازه راپور خپور کړ او پکې يې د ٢٠١٨کال لپاره د نړيوال اقتصاد د پرمختيايي انډول وړاندوينه لوړه کړې ده .د دې راپور له مخې نړيوال اقتصاد به په ٢٠١٨ کال کې له پولي بحران وروسته په هر اړخيزه توګه بيا سمسورتيا ومومي.

په دې راپور کې راغلي چې د اټکل له مخې به د پانګونې د اعاده کېدو،د توليداتو جوړوونکو چارو د ښه والي او د نړيوالې سوداګرۍ د زياتوالي تر اغيزې لاندې په ٢٠١٧ کال کې د نړيوال اقتصاد پرمختيايي انډول په سلو کې درې زيات شي چې دابه له ٢٠١١ کال راهيسې تر ټولو لوی زياتوالی وي .په دې جمله کې د ختيځۍ اسيا او ارام سمندر سيمې خدمتي انډول يوه له درېيمې برخې څخه اوښتې چې زياتره يې له چين څخه راغلی دی.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای