CRI Online

د لانڅانګجيانګ سيند او ميکونګ سيند همکارۍ د عالي رتبه مامورانو شپږمه غونډه په پنوم پن کې تر سره شوه

cri     (GMT+08:00) 2018-01-10 11:23:43

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د لانڅانګجيانګ سيند او ميکونګ سيند همکارۍ د عالي رتبه مامورانو په شپږمه غونډه کې، چې د جنوري په ۹مه نېټه د کمبوديا په پلازمېنه پنوم پن کې تر سره شوه، د يادو دوو سيندونو د همکارۍ د دوهمې سرمشريزې غونډې لخوا خپرېدونکې څو مهمې پرېکړې تر بحث او څارنې لاندې به ونيول شي څو چې د نوموړې سرمشريزې غونډې د پرانيستلو لپاره تياري ونيول شي.

د عالي رتبه مامورانو شپږمه غونډه د چين د بهرنيو چارو وزارت د آسيايي چارو ادارې مرستيال هوانګ سي ليان او د کمبوديا حکومت د مشاور سوسپانا تر ګډې مشرۍ لاندې تر سره شوې وه. د لاؤس، ميانمار، تايلند او د ويتنام عالي رتبه مامورانو هم پکې ګډون کړی و.

د کمبوديا د بهرنيو چارو او نړيوالو همکاريو وزارت خبر ورکړ، چې د يادو دوو سيندونو د همکارۍ دوهمه سرمشريزه غونډه به د ۱۰مې نېټې په مازديګر د پنوم پن د سولې په ماڼۍ کې تر سره شي.

(فرشته)

 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای