CRI Online

په کندهار کې چيني روغتون د چين او افغانستان ترمنځ د اړيکو ټينګښت يوه نښه ده

cri     (GMT+08:00) 2018-01-10 11:27:35

د جنورۍ په نهمه نېټه د چين سفير ليو جين سونګ په سفارت کې د کندهار ولايت له والي زلمی ويسا سره وکتل.

والي ويسا وويل، د کندهار ولايت او چين ترمنځ همکارۍ اوږد تاريخ لري. زه او د کندهار ولايت خلک تل د چين په اړه ځانګړي احساسات لرو. د تېرې پېړۍ په اوومه لسيزه کې د چين تر مرستې لاندې د دې ولايت په مرکز کندهار ښار کې د ميرويس په نوم روغتون جوړ شو. له لسګونو کلونو راهيسې، دغه روغتون د جګړو او زمانې بدلون له اغېزو څخه ځان ساتلی او په پر له پسې توګه يې د کندهار، هلمند او زابل په شمول د اتو ولايتونو وګړيو لپاره خدمتونه کړي او کوي يې. دغه روغتون په دې سيمه کې تر ټولو لوی او ښه روغتون دی او د ځايي کسانو په منځ کې ډېر شهرت لري. د کندهار ولايت وګړي د دې روغتون اصلي نوم نه يادېږي خو هغه ته يې د چيني روغتون نوم کېښود.

نوموړي زياته کړه، د دغه روغتون له جوړېدو راهيسې څه باندې څلوېښت کاله تېر شوي، د ناروغانو د بستر کېدو د کټونو شمېر له ۳۵۰ څخه ۸۰۰ ته زيات شوي، خو لا هم د ناروغانو اړتيا نه شي پوره کولی. طبي کارکوونکي کافي نه دي او طبي تجهيزات هم زاړه دي. هيله لرم چې چين له دې روغتون سره مرستې ته دوام ورکړي او د ځايي ښځينه ناروغانو د درملنې لپاره ښه شرايط جوړ کړي.

سفير ليو جين سونګ وويل، په کندهار کې چيني روغتون د چين او افغانستان ترمنځ د اړيکو ټينګښت يوه نښه ده. د تېرې پېړۍ په اوومه لسيزه کې چين د يو غريب هېواد په توګه له افغانو سره مرسته کړې او يوه دغه ملکې پروژه يې جوړه کړې چې لوړ کيفيت لري او د څو نسلونو افغانانو ته يې ګټې رسولې دي. نن ورځ چين لا هم شتمن نه دی او د چين په داخل کې طبي سرچينې هم د کمښت په حال کې دي. خو په افغانستان کې د چين سفارت به له چيني روغتون سره د کندهار ولايت دوستان هير نه کړي او د دې روغتون ستونزو ته به پاملرنه وکړي. هيله لرم چې کندهار ولايت د چيني روغتون سويې د ساتلو او لوړولو لپاره له چين سره په ګډه کوښښونه وکړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ دغه نښه لا نوره ځلانده وي. له حکومتي مرستندويه لارې نه پرته، سفارت د چين د کورنيو روغتونونو او داوطلبانو هر کلي کوي چې د کندهار له دې روغتون سره مرسته وکړي او سفارت به ور ته اړونده لارښوونه وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای