CRI Online

د چين او فرانسې مشرانو موافقه وکړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو د پياوړتيا لپاره ګډ کوښښونه وکړي.

cri     (GMT+08:00) 2018-01-10 15:04:05

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په بلنه د فرانسې ولسمشر ايمانويل مکرون د جنورۍ په اتمه نېټه له چين څخه په خپله رسمي ليدنه پيل وکړ. هغه په ۲۰۱۸م کال کې لومړی بهرنی مشر او د چين د کمونېست ګوند له نولسم ملي کانګرس وروسته لومړی اروپايي مشر دی چې له چين څخه رسمي ليدنه کوي. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د روانې مياشتې په نهمه نېټه له ولسمشر مکرون سره رسمي خبرې اترې وکړې او موافقه يې وکړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوديزو اړيکو پر بنسټ په هره ساحه کې د دوه اړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو د پياوړتيا لپاره ګډ کوښښونه وکړي. 

د همدې ورځې په ماسپښين د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د خلکو په لوی تالار کې د ولسمشر مکرون د هر کلي مراسم تر سره کړل او سره خبرې اترې يې وکړې. ښاغلي شي لومړی د فرانسې د ولسمشر په توګه د مکرون له ټاکل کېدو نه وروسته د دواړو مشرانو ترمنځ د تګ راتګ يادونه وکړه. ده وويل،د ولسمشر په توګه د ښاغلي مکرون له ټاکل کېدو نه وروسته مو د المان په هامبورګ کې د شلو هېوادونو ډلې د سرمشريزې غونډې په ترڅ کې لومړنۍ کتنه وکړه او زياتې لاسته راوړنې مو درلودلې. ورپسې مو دوه ځلې ټلېفوني خبرې اترې وکړې او د دوه اړخيزو اړيکو او ګډو علاقې وړ نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په اړه د نظريو ژورې تبادلې وکړې. باور لرم چې د دې سفر په رڼا کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ متقابل باور او همکارۍ پياوړې شي او په هره ساحه کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ ستراتيژيکې همکاريزې اړيکې نوی خوځنده ځواک ومومي. دوه اړخيزې اړيکې به د پخواني ټينګښت پر بنسټ نوې پاڼه پرانيستل شي.

رئيس شي وويل، دواړه خواوې بايد په نوې زمانه کې د ژور او نژدې تګ راتګ له لارې دوه اړخيزې اړيکې ټينګې کړي، بايد د متقابلو مرکزي ګټو د ساتلو په مناسبت توپيرونه ليرې کړي، بايد د ذروي انرژۍ او هوايي او هوانوردي چارو په شمول دوديزو برخو کې ستراتيژيکې همکارۍ ژورې کړي، بايد د کرنې او خوراک، طب او روغتيا، د ښار د پر له پسې پرمختګ، د شنه توليد او پولي چارو په تازه سمسورو برخو کې همکارۍ پياوړې کړي، بايد د ډيجيټال اقتصاد، بشري هوښيارۍ او عصري توليد په ساحو کې يو له بل سره مرسته وکړي، بايد د يو کمربند او يوې لارې په چوکاټ کې مؤثرې همکارۍ وکړي، تر څو د اسيا او اروپا لويې وچې د سمسورتيا لپاره ګډ کوښښونه وکړي.

ولسمشر مکرون وويل، چې هغه ډېر خوشحاله دی چې په ۲۰۱۸م کال کې لومړی چين ته سفر کوي. ده وويل،

دا د سږ کال لپاره زما لومړی سفر دی او اسيا ته زما لومړی سفر هم دی. زه د اروپايي ټولنې د هېوادونو لومړی مشر يم چې د چين د کمونېست ګوند له نولسم ملي کانګرس نه وروسته چين ته سفر کوم. له يوې خوا، له دې څخه د فرانسې او چين ترمنځ د دوديزو اړيکو قوت څرګندېږي. له بلې خوا، له دې څخه زموږ لپاره د دوه اړخيزو اړيکو اهميت څرګندېږي. هيله لرم چې په دې ځای کې د ټولو ګډون کوونکو او په تېرو څو کلونو کې د دوه اړخيزو اړيکو د ټينګېدو لپاره د ټولو خدمت کوونکو په کتلو سره هغه اميد څرګندوم، کوم چې د دواړو هېوادونو ترمنځ تر لاسه شوي همکاريزې پايلې وساتل شي او د دوه اړخيزو اړيکو نوې پاڼه پرانيستل شي.

ښاغلي مکرون وويل، فرانسه دې ته په درنه سترګه ګوري چې د يو کمربند او يوې لارې په چوکاټ کې دوه اړخيزې همکارۍ پياوړې کړي. دا ډېر ستراتيژيک اهميت او ارزښت لري. هغه هيله وښودله چې د دې سفر په رڼا کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د لوړ پوړې تګ راتګ په شمول زياتو ساحو کې نژدې تګ راتګ وکړي، د اقتصاد، هوايي او هوانوردي چارو او ذروي انرژۍ په شمول مهمو ساحو کې همکارۍ به پياوړې کړي او د تعليم او کولتور په برخو کې به ژورې تبادلې وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای