CRI Online

روسيې پر دې بدګوماني څرګنده کړه چې ولی پر روسي پوځي اډو د بې پيلوټه الوتکو د بريدونو پر مهال د امريکاڅارونکې الوتکې پر ې راوڅرخېدې

cri     (GMT+08:00) 2018-01-10 15:55:54

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د روسيې د دفاع وزارت د روانې مياشتې په نهمه نېټه په يوه اعلاميه کې وويل ، شک شته چې ولی پر روسي پوځي اډو د بې پيلوټه الوتکو د بريدونو پر مهال د امريکا څارونکې الوتکې پر نژدې سيمې راوڅرخېدې.

په دې اعلاميه کې راغلي چې دا يو عجيب کار دی چې ولی د روانې مياشتې په پنځمه نېټه په سوريه کې د ١٣ بې پيلوټه الوتکو په وسيله پر روسي دوو پوځي اډو د بريدونو پر مهال د امريکا د سمندري پوځ څارونکې الوتکې پرې د څلورو ساعتونو لپاره راڅرخېدلې چې جګوالی يې اووه ز ره متره وو.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای