CRI Online

له که چيانګ د کمبوديا په مشهورو ورځپاڼو کې مقاله خپره کړه

cri     (GMT+08:00) 2018-01-10 16:02:44

د چين د حکومتي ويبپاڼې د خبر له مخې د جنوري په نهمه نېټه د چين صدراعظم لي که چيانګ د لان څانګ جيانګ او ميکونګ سيند پر غاړه د پرتو هېوادونو د همکارۍ په دوهمه سرمشريزه غونډه کې له ګډون نه مخکې د کمبوديا په مشهورو ورځپاڼو يعنې د راسمي کامپوچيا،د خامينر تايمز او جيان هوا ديلي په نوم ورځپاڼو کې هغه مقاله خپره کړه چې عنوان يې د لان څانګ جيانګ او ميکونګ سيند ترمنځ د پرتو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ او د چين او کمبوديا ترمنځ د دوستۍ د ټينګښت لپاره د لارې هوارول دي.

په دې مقاله کې ليکل شوي چې په ٢٠١٦ کال کې د لان چانګ جيانګ او ميکونګ سيند پر غاړه د پرتو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ په لومړۍ سرمشريزه غونډه کې ټاکل شوي پنځه څلوېښت پروژې له ټاکلي پلان سره سم پرمخ وړل شوي،د پنځه مليارډو په ارزښت د توليدي توان په اړه ځانګړي همکاريز پورونه له ټاکلې اندازې څخه ور کړل شوي دي.د اړوندو شپږو هېوادونو له خوا وړاندې شوې ١٣٢ پروژو هم پرمختګونه موندلي دي.هيله لرم چې په روانه غونډه کې له اړوندو خواوو سره يو ځای د راتلونکي عملي پلان په باب بحث وکړم او د اوبو لګولو،ښوونې او کلتور په شمول ډېرو برخو کې د لاسته راوړنو د تر لاسه کولو لپاره هڅې وکړم.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای