CRI Online

لي که چيانګ د کمبوډيا پلازمينې پنوم پن ته ورسېد

cri     (GMT+08:00) 2018-01-10 16:23:02

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د کمبوديا د صدراعظم هون سن په بلنه د چين صدراعظم لي که چيانګ د جنورۍ د ۱۰مې نېټې تر غرمې وروسته د کمبوډيا پلازمينې پنوم پن ته ورسېد. نوموړی به د لان څانګ جيانګ او ميکونګ سيندونو پر غاړه د پرتو هېوادونو د همکارۍ په دوهمه سرمشريزه غونډه کې ګډون وکړي او له کمبوډيا څخه به رسمي ليدنه وکړي.

د کمبوډيا د صدراعظم مرستيال هور ننهونګ په ګډون د دغه هېواد مشرانو او په کمبوډيا کې د چين لوي سفير په هوايي ډګر کې د صدراعظم لي که چيانګ هرکلی وکړ.

لي که چيانګ وويل چې د لان څانګ جيانګ او ميکونګ سيندونو له لارې ۶ هېوادونه تړل شوي دي.چين غواړي له بېلا بېلو خواوو سره يو ځای همکاريز پرمختګونه ياد کړي او د راتلونکي پرمختګ لپاره پلان جوړ کړي.چين او کمبوډيا به په سياسي،اقتصادي او سوداګريزو او کرهنيزو ساحو کې څو همکاريز سندونه لاسليک کړي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای