CRI Online

د شمالي امريکا د ازادې سوداګرۍ هوکړه د امريکا د انرژۍ چارو پرمختګ لپاره ستر اهميت لري

cri     (GMT+08:00) 2018-01-10 16:34:16

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د نفتو ټولنې رئيس جاک ګراد د جنورۍ په ۹مه نېټه وويل، د شمالي امريکا د ازادې سوداګرۍ هوکړه د امريکا د انرژۍ چارو د پرمختګ لپاره ستر اهميت لري. که امريکا، کاناډا او مکسيکو د دې هوکړې د اصلاح په اړه موافقې ته و نه رسيږي، نو لږ تر لږه درې واړه خواوې بايد اوسنۍ هوکړه وساتي.

جاک ګراد وويل، ياده هوکړه په شمالي امريکا کې د انرژۍ بازار سره يو ځای کوي او سوداګريزو همکارانو ته ګټې رسوي. د دې هوکړې په اثر د انرژۍ لګښت کم شوی او په کاناډا او مکسيکو کې د امريکايي تصديو لپاره يې فرصتونه برابر کړي دي. هغه هيله وښودله چې د ټرمپ حکومت به په اړوندو خبرو اترو کې ياده هوکړه وساتي چې د امريکا د انرژۍ چارو ته ګټې ورسوي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای