CRI Online

د لانڅانګ - ميکونګ سيند پر غاړه د پرتو هېوادونو د مشرانو دوهمه غونډه تر سره شوه

cri     (GMT+08:00) 2018-01-11 09:25:23

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د لانڅانګ - ميکونګ سيند پر غاړه د پرتو هېوادونو د مشرانو دوهمه غونډه د جنورۍ په لسمه نېټه د کمبوډيا په پلازمينه پنوم پنه کې تر سره شوه. د چين صدراعظم لي که چيانګ او د کمبوډيا لومړي وزير هون سن په ګډه د دې غونډې مشري وکړه. د لاوس صدراعظم تهونګلون سيسوليس، د ميانمار د ولسمشر مرستيال وو مينت سوی، د تايلند صدراعظم پرايوس چان وچا او د ويتنام صدراعظم نګوين چوان پهوک په دې غونډه کې ګډون وکړ.

د يادې غونډې عنوان دی (( زموږ د سولې او دواملرونکي پرمختګ سيند )). ګډونکوونکو د لانڅانګ - ميکونګ سيمې د همکارۍ پرمختګ ياد او د پرمختګ راتلونکی لوری يې ټاکلی دی.

د چين صدراعظم لي که چيانګ دې ته اشاره وکړه چې د لانڅانګ - ميکونګ همکاري په دې سيمه کې ډېر فعال او اغېزمن همکاريز ميکانيزم ګرځيدلی دی. هغه د دې همکارۍ د پياوړتيا په اړه پنځه فقره ييز وړانديز وکړ چې د اوبو سرچينې، د اوبو لګولو د تاسيساتو د ابادۍ، د کرهنې، د انساني سرچينو او طبي چارو په برخو کې دې همکاري پياوړې شي.

له غونډې وروسته لي که چيانګ او د نورو پنځو هېوادونو له مشرانو او خبريالانو سره ملاقات وکړ او د دې غونډې معلومات او تر لاسه شوې لاسته راوړنې يې وروپېژندلې.

يادې غونډې د لانڅانګ -ميکونګ همکارۍ د پنځه کلن عملي پلان او د لانځانګ -ميکونګ همکارۍ د مشرانو د دوهمې غونډې د پنوم پنه اعلاميې په شمول دوه مهم همکاريز سندونه خپاره کړل.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای