CRI Online

د روسيې او ايران د بهرنيو چارو وزيرانو د ايران د ذروي تړون د پلي کولو پر اهميت ټينګار وکړ

cri     (GMT+08:00) 2018-01-11 09:32:02

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د روسيې د بهرنيو چارو وزير سيرګي لاروف او د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف د روانې مياشتې په لسمه نېټه وويل چې دا لازمه ده چې د ايران د ذروي مسئلې د هر اړخيز تړون پلي کولو ته ادامه ور کړی شي .که دغه تړون د امريکا له خوا د يو اړخيزو عملياتو د تر سره کولو له امله پلی نه شي، دا به د ذروي وسلو د نه خپرېدا لپاره د نړيوالې ټولنې پر کوښښونو منفي اغيزه وکړي.

لاروف په همدې ورځ په مسکو کې له ظريف سره وکتل او ور سره يې د دې تړون د پلي کولو حالت په باب د نظريو تبادله وکړه.دواړو خواوو وويل چې په دوامداره توګه د دې تړون د پلي کولو لپاره بېلا بېلې خواوې بايد د دې مسئلې په هکله خپلې ژمنې پوره کړي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای