CRI Online

ليو يان دونګ: بايد د ابتکاري غښتلی هېواد د ابادۍ لپاره هڅه وشي

cri     (GMT+08:00) 2018-01-11 09:33:25

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د صدراعظم مرستيال ليو يان دونګ د روانې مياشتې په نهمه نېټه د علمي او تخنيکي کارونو په هکله يوه غونډه کې پر دې ټينګار وکړ چې موږ بايد په هر اړخيزه توګه د چين د کمونېست ګوند د ١٩م ملي کانګرس روحيه پلی کړو او په نوې زمانه کې دې د چين د ځانګړي حصوصيت لرونکي سوسياليزم په هکله د رئيس شي جين پينګ افکارو تر لارښوونې لاندې په نوې زمانه کې د علمي او تخنيکي نوښت له ستراتيژۍ سره سم خپلې دندې پر غاړه واخلو، د ابتکار او نوښت له لارې دې د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ د پرمخبيولو او د عصري کېدو د اقتصادي سيستم د جوړولو او د يوه ابتکاري او قوې هېواد د ابادۍ لپاره هڅه وکړو.

د چين د سياسي مشورتي کنفرانس د دولتي کميټې د رئيس مرستيال او د علومو او تخنيکونو وزير وان ګانګ او د اړوندو څانګو مسئولينو په دې غونډه کې ګډون وکړ.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای