CRI Online

IOC د جنوبي کوريا په پيونګ چانګ د اولمپيک ژمنيو لوبو کې د شمالي کوريا د ګډون هرکلی وکړ

cri     (GMT+08:00) 2018-01-11 09:42:11

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اولمپيک نړيوالې کميټې، يعنې IOC، د جنوري په ۱۰مه نېټه د رسمي اعلاميې په خپرولو سره د جنوبي کوريا په پيونګ چانګ د اولمپيک ژمنيو لوبو کې د شمالي کوريا د ګډون هرکلی وکړ. د روانې مياشتې په ۲۰مه نېټه به د څلورو خواوو غونډه کې د شمالي کوريا د ګډون د چارو په اړه بحث وشي.

د IOC مشر توماس باخ په ۱۰مه نېټه وويل، د هغه په مشرۍ د څلورو خواوو غونډه به په ۲۰مه نېټه په IOC مقر کې، چې د سويس په لاوساني ښار کې دی، تر سره شي.د IOC چارواکي، د پيونګ چانګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د تشکيلاتي کمېټې هئيت، د شمالي کوريا او جنوبي کوريا د اولمپيک دولتي کمېټو هئيتونه، د دواړو هېوادونو عالي رتبه چارواکي او په IOC کې د دواړو هېوادونو غړي به پکې ګډون وکړي.

ځکه چې د پيونګ چانګ د اولمپيک ژمنيو لوبو ټول رېجستري کارونه پای ته ورسېدل، نو په ياه غونډه کې به د شمالي کوريا د ګډون کونکو لوبغاړو او چارواکو د ليستونو او د يو څو نورو چارو په شمول يو لړ مهمې پرېکړې وشي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای