CRI Online

له نوي کال راهيسې د مديترانې په سمندر کې د وژل شويو يا ورک شويو کسانو شمېر تر پخوا زيات دی، څوک چې په غيرقانوني ډول اختطاف شوي

cri     (GMT+08:00) 2018-01-11 10:28:02

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د مهاجرت نړيوال سازمان، چې مقر يې په ژنيو کې دی، د جنوري په ۱۰مه نېټه وويل، د جنوري په لومړيو ۹ ورځو کې نژدې ۲۰۰ کسان، څوک چې په غيرقانوني ډول اختطاف شوي، د مديترانې په سمندر کې وژل شوي يا ورک شوي دي. دا شمېر د تېرې مياشتې په نسبت ډېر زيات ده.

د خبر له مخې، ياد کسان اکثر له ليبيا څخه ايټاليا ته په سفر کې د مديترانې په سمندر کې وژل شوي يا ورک شوي.

د مهاجرتو نړيوال سازمان د شمېرنې له مخې، په ۲۰۱۷ کال کې نژدې يو لک او ۷۰ زره کډوال او غيرقانوني مهاجر د مديترانې د سمندر له لارې اروپا ته ورسېدل، چې د ۲۰۱۶ کال په پرتله يوه نيم سلنه ټيټه شوې. خو په ۲۰۱۷ کال کې تقريباً ۳۰۶۰ کسان، څوک چې په غيرقانوني ډول اختطاف شوي، د مديترانې په سمندر کې وژل شوي. د مړينې شمېر په پرله پسې په څلورم کال کې له ۳۰۰۰ کسانو څخه زيات و.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای