CRI Online

په چين کې د نوښت په اړه عمده ګرافونه په نړۍ کې مخکښ مقامونه نيسي

cri     (GMT+08:00) 2018-01-11 11:10:00
د چين د اقتصاد ورځپاڼې د خبر له مخې د جنوري له نهمې نيټې څخه تر لسمې نيټې پورې د ٢٠١٨ کال لپاره د چين د علومو او تخنيکونو کارونو په هکله غونډه په بېجينګ کې تر سره شوه.د چين د علومو او تخنيکونو وزير وان ګانګ په کاري راپور کې وويل چې د چين د کمونېست ګوند د ١٨م ملي کانګرس د جوړېدو له پنځو کلونو راهيسې د چين علمي او تخنيکي توان تر زياتې اندازې پورې پياوړی شوی او چين په نړۍ کې د اغيزه لرونکي علمي او تخنيکي هېواد په توګه ګڼل شوی، د علمي او تخنيکي نوښت سويه هم لوړه شوې ده.

له پنځو کلونو راهيسې په چين کې د علمي او تخنيکي نوښت توان په څرګنده توګه پياوړی شوی او عمده ګرافونه يې په نړۍ کې مخکښ مقامونه نيسي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای