CRI Online

د امريکا سوداګريزې ټولنې امريکايي حکومت ته خبرداري ور کړی چې که د شمالي امريکا د ازادې سوداګرۍ له تړون څخه ووځي،دا به يوه سخته تېروتنه وي

cri     (GMT+08:00) 2018-01-11 11:11:19

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د امريکا د سوداګريزې ټولنې مشر توماس دونوهو د روانې مياشتې په لسمه نېټه وويل چې نړيواله سوداګري د امريکا د اقتصادي پرمختګ لپاره ډېره مهمه ده.که د ډونالډ ترمپ حکومت د شمالي امريکا د ازادۍ سوداګرۍ له تړون څخه ووځي، دا به يوه سخته تېروتنه وي.

نوموړي په همدې ورځ د ٢٠١٨ کال لپاره د امريکا د سوداګريز حالت په هکله يوه وينا کې وويل چې که د ډونالد ترمپ حکومت د شمالي امريکا د ازادې سوداګرۍ د تړون د نوی کېدو په هکله د خبرو اترو په برخه کې تېروتنېوکړي، امريکا به په دې برخه کې وروسته پاتی شي.نوموړي وويل چې ياده ټولنه د دې تړون د نوي کېدو لپاره له کوښښونو څخه ملاتړ کوي ، خو بايد بازار بند نه شي او د اړوندو څارونکو مقرارتو له لارې دې سوداګري محدوده نه شي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای