CRI Online

د چين د کمونيست ګوند د مرکزي دسپلين څارنونکې کمېټې عمومي غونډه پرانيستل شوه

cri     (GMT+08:00) 2018-01-11 13:09:52

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونيست ګوند د نولسمې مرکزي دسپلين څارنونکې کمېټې دوهمه عمومي غونډه د جنوري په ۱۱مه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شوه. دغه غونډه به د درېو ورځو لپاره دوام ولري چې د ۲۰۱۸ کال لپاره د چين د کمونيست ګوند د سبک او سپېڅلتوب د آبادۍ او د فساد پر ضد د کارونو په اړه به پکې بحث وشي.

د چين د کمونيست ګوند مرکزي دسپلين څارنونکې کمېټه د چين د کمونيست ګوند لوړه دسپلين څارنونکې اداره ده، چې د چين د کمونيست ګوند د ملي کانګريس لخوا انتخاب کېږي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای