CRI Online

ډونالډ ترمپ : له شمالي کوريا سره ډيالوګ خلاصه رويه غوره کوي

cri     (GMT+08:00) 2018-01-11 14:47:32

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د امريکا سپينې ماڼۍ د روانې مياشتې په لسمه نېټه په يوه اعلاميه کې وويل چې ولسمشر ډونالډ ترمپ په همدې ورځ د جنوبي کوريا له ولسمشر مون جان اين سره په تليفوني خبرو کې ويلي چې دی په مساعد وخت کې د امريکا او شمالي کوريا ترمنځ د خبرو اترو د تر سره کولو په هکله خلاصه رويه غوره کوي.

هغه زياته کړه چې د ولسمشر مرستيال ماک پنس به د امريکايي پلاوي د مشر په توګه د پيونګ چانګ د اولمپيک په ژمنيو سپورټي لوبو کې ګډون وکړي.په دې اعلاميه کې راغلي چې مون جای اين په تليفوني خبرو کې ولسمشر ترمپ ته د جنوبي او شمالي کوريا ترمنځ د ډيالوګ په باب معلومات وړاندې کړل او په دې بهير کې د امريکا له مهم لارښوونکي رول څخه يې مننه هم څرګنده کړه.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای