CRI Online

د چين د پاسپورټ ارزښت په پرله پسې ډول زياتېږي چې د چين اتباع بې له ويزې ۶۵ هېوادونو او سيمو ته تلای شي

cri     (GMT+08:00) 2018-01-11 14:49:51

د اقتصادي ورځپاڼې د خبر له مخې، د جنوري په ۱۰مه نېټه ژورناليست په قونسلي غونډه کې معلومات واخيستل، چې په ۲۰۱۷ کال کې د چين د پاسپورټ ارزښت په پرله پسې ډول زياتېږي. تر اوسه پورې د چين اتباع بې له ويزې ۶۵ هېوادونو او سيمو ته سفر کولای شي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت د قونسل ادارې مشر ګو شاو چون وويل، يو شمېر هېوادونو او سيمو له چين سره بې له ويزې د تګ راتګ دوه اړخيز تړونونه لاسليک کړي، د دې تر څنګ ۴۰ هېوادونو او سيمو د چين عام پاسپورټ لرونکو اتباعو ته په رسېدونکې ويزې د تللو او ۱۶ هېوادونو او سيمو د چين عام پاسپورټ لرونکو اتباعو ته بې له ويزې د تللو اجازه ورکړې ده. چين له ۴۱ هېوادونو سره ۷۰ تړونونه لاسليک کړي چې د ويزې پروسيس ساده شي.

( فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای