CRI Online

د م م د امنيت شورا د شمالي او جنوبي کوريا ترمنځ د ډيالوګ هر کلی وکړ

cri     (GMT+08:00) 2018-01-11 14:50:25

سينهوا اژانس د خبر له مخې د م م د امنيت شورا د روانې مياشتې په لسمه نېټه د شمالي او جنوبي کوريا ترمنځ د ډيالوګ او تګ راتګ هر کلی وکړ او هيله يې څرګنده کړه چې د ډيالوګ له لارې له کوريا ټاپووزمې څخه د ذروي وسلو د پاکولو موخه تر سره شي.د امنيت شورا پر دې ټينګار وکړ چې د شمالي کوريا په شمول د م م ټول غړي هېوادونه بايد په هر اړخيزه او جدي توګه د امنيت شورا اړوند پرېکړه ليک پلی کړي.

د امنيت شورا هم د همدې ورځې تر غرمې وروسته د سوډان د دارفور سيمه ييز حالت په هکله د تړلو دروازو تر شا خبرو وروسته د کوريا ټاپووزمې مسئلې په باب سلا مشوره وکړه. تر هغه وروسته د امنيت شورا د روانۍ مياشتې رئيس او په م م کې د قزاقستان استازي کېرټ اماروف خبريالانو ته د امنيت شورا د ګډو نظريو اعلان وکړ.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای