په افغانستان کې د چين لوی سفير ليو جين سونګ د جنورۍ د لسمې نېټې له غرمې وروسته د افغانستان له اجرايه رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله سره وکتل.
سفير لوي په کتنه کې د صدراعظم لي که چيانګ سلامونه او د نوي کال مبارکي اجراييه رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله ته وړاندې کړه او و يې ويل، چې چين او افغانستان ښه خپلوان دي او ښه ګاونډيان هم دي، د خپلمنځو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو ټينګوالی او پرمختګ د دواړو هېوادونو ګډه هيله او ګټه ده.
اجراييه رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله د چيني مشر د سلامونو او نيکو هيلو مننه وکړه او په خوشحاله توګه يې په تېره مياشت کې د روسيې په سوچي کې له صدراعظم لي سره ملاقات ياد کړ. هغه وويل، چې چين د افغانستان وفادار دوست، مهم همکاريز ملګری او د افغانستان د اقتصادي پرمختګ او د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره بهرنی ځواک دی. افغانستان هيله لري چې د يو کمربند او يوې لارې په ابادۍ کې فعال ګډون وکړي او په بېلا بېلو ساحو کې د دواړو خواوو ترمنځ همکارۍ پياوړې کړي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |