په افغانستان کې د چين لوی سفير ليو جين سونګ د جنورۍ په اتمه او لسمه نېټه په جلا جلا توګه د افغانستان ولسمشر اشرف غني او اجراييه رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله ته د حکومتوالي په اړه د شي جينګ پينګ ويناوو د دوهم ټوک انګليسي کتابونه د سوغات په توګه ورکړل.
سفير ليو وويل، چې د حکومتوالي په اړه د شي جين پينګ د ويناوو په نوم کتاب کې د نوې زمانې لپاره د چيني ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم په اړه د شي جين پينګ افکار څرګند شوي، د دې کتاب په دوهم ټوک کې زياتې مهمې ليکنې او ويناوې په سيستماتيکه توګه د پرمختګ، امنيت او نړيوالې ادارې په اړه د چين نظريې بيان کړې. دغه کتاب د چين د پرمختګ او بهرنيو چارو د پوهولو يوه کلي ده او د چين او افغانستان ترمنځ د اړيکو د ټينګېدو لپاره د لارښوونې ارزښت لري.
ولسمشر غني په خوشحاله توګه دغه ځانګړی سوغات ومانه او سمدلاسه يې دا کتاب ولوست. هغه وويل، د حکومتوالي په اړه د رئيس شي جين پينګ تجربو ته په درنه سترګه ګوري، د دې کتاب لومړی ټوک يې لوستلی او هغه به په جدي توګه دغه نوی کتاب وګوري.
اجراييه رئيس عبدالله له سفير ليو څخه مننه وکړه.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |