CRI Online

د ايران له خوا د ذروي تړون په هکله د ژمنې پوره کول د امريکا له خوا دکړې ژمنې پر پوره کولو پورې اړه لري

cri     (GMT+08:00) 2018-01-11 15:59:27

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د ايران د اسلامي جمهوريت خبري اژانس خبر ور کړ چې د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف د روانې مياشتې په لسمه نېټه په مسکو کې وويل دا چې ايا ايران به په دوامداره توګه د ايران د ذروي تړون اړوندې ژمنې پوره کړي ،په دې تړون کې د امريکا له خوا د کړې ژمنې پر پوره کولو پورې اړه لري.

ظريف وويل چې ټول کسان په دې اند دي چې دا اوسنۍ بېړنۍ دنده ده چې په هر اړخيزه توګه دې د ايران د ذروي تړون اړوندې ژمنې پوره شي.د اټومي انرژۍ نړيوالې اېجنسۍ تائيد کړی چې ايران په دې تړون کې خپلې کړې ژمنې پوره کړې دي، خو ايا ايران په دوامداره توګه خپلې ژمنې ته ادامه ور کړي چې دا په دې تړون کې د امريکا له خوا د کړې ژمنې پر پوره کولو پورې اړه لري.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای