CRI Online

د لان څانګ جيانګ او مې ګونګ سيند پر غاړو د پرتو هېوادونو د همکارۍ په اړه د مشرانو دوهمه غونډه ترسره شوه

cri     (GMT+08:00) 2018-01-11 16:14:30

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د لان څانګ جيانګ او مې ګونګ سيند پر غاړو د پرتو هېوادونو د همکارۍ په اړه د مشرانو دوهمه غونډه د جنورۍ په لسمه نېټه د کموديا په پلازمېنه پنوم پنه کې ترسره شوه. د چين صدراعظم لي که چيانګ د کمبوديا، لاوس، ټايلنډ،ميانمر او ويتنام له مشرانو سره د خپلمنځي همکارۍ د راتلونکې مرحلې په هکله پلانونه وټاکل. په دې غونډه کې چين د لان څانګ جيانګ او مې ګونګ سيندونو پر غاړو د اقتصادي کمربند د ابادۍ او د سيمه ييزو هېوادونو د برخليک د ګډې ټولنې د جوړونې په اړه څو وړانديزونه وړاندې کړي چې د ګډون کوونکو هېوادونو لخوا وستايل شول. په دې غونډه کې يو پنځه کلن پلان تصويب شوی چې د دغو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د راتلونکې مرحلې لپاره يې لوری ښودلی دی.

د لان څانګ جيانګ او مې ګونګ سيند چې عمومي اوږدوالی يې نږدې پنځه زرو

کيلومترو ته رسېږي، له شمال څخه تر جنوب پورې له چين، ميانمر، لاوس، ټايلنډ، کمبوديا او ويتنام شپږو هېوادونو څخه تېرېږي. د ۲۰۱۶ کال په مارچ مياشت کې د چين تر وړانديز لاندې، د دغو شپږو هېوادونو ترمنځ همکاريز نظام جوړ شو او په تېرو دوو کلونو کې د دې سيمې يو ډېر حياتي ځواک لرونکی همکاريز نظام ګرځېدلی دی. صدراعظم لي که چيانګ په دې غونډه کې د دې همکاريز نظام د وړانديز کولو په اړه وويل

((چين هيله لري چې د دې سيند پر غاړو د پرتو هېوادونو ترمنځ اړيکې ټينګې کړي چې يو د بل ګټو ته پاملرنه وکړي ، د اقتصاد او کلتور په برخو کې خپلمنځي همکاري پياوړې کړي او د برخليک ګډه ټولنه دې جوړه کړي. چين د ګاونډيتوب ثابت چاپېريال ته اړتيا لري او له نورو پنځو هېوادونو سره يو د بل کمښت پوره کولي شي. نو دغه همکاريز نظام د جوړولو وړانديز مو کړی و. ))

د دې همکاريز نظام د تطبيق له دوو کلونو راهيسې، د لس مليارډو يوانو په اندازه پورونو چې د چين لخوا بېل شوي، د دې سيمې د بنسټيزو تاسيساتو او توليدي انرژۍ په برخو کې له ډېرو پروژو څخه ملاتړ کړی، د طبي چارو، ښوونې او تعليم او کرهڼيزو چارو په ساحو کې د چين لخوا ترتيبي همکارۍ د يادو هېوادونو وګړيو ته عملي ګټې رسولي دي. د يوې شمېرنې له مخې، په ۲۰۱۷ کال کې له دغو پنځو هېوادونو سره د چين سوداګريز ارزښت له دوو سوو مليارډو امريکايي ډالرو څخه اوښتی دی او د خلکو د تګ راتګ شمېر نږدې دری مليونو ته رسېدلی دی.

په دې غونډه کې چين د همکارۍ څو وړانديزونه بيا وړاندی کړي، مثلا د اوبو سرچينې همکاري، د اوبو لګولو تجهيزاتو جوړونې په شمول د توليدي توان په برخه کې همکاري پياوړې شي، د کرهڼيزو چارو په برخه کې همکاري پراخه شي او داسې نور. صدراعظم لي که چيانګ وويل

((چين د دې همکاريزې ډلې د دايمي رئيسه هېواد په توګه بايد خپله دنده پر غاړه واخلي. موږ غواړو په دوامداره توګه له دغو پنځو هېوادونو څخه وريجو او مېوې واردې کړو او د زراعتي توليداتو د چمتو کولو په برخه کې به ورسره همکاري پياوړې کړو. په تېرو دوو کلونو کې چين د دغو هېوادونو هغو يو سلو شلو زرو محصلينو او زده کوونکو ته سکالرشيپونه ورکړي چې د زده کړې لپاره چين ته راغلي، په راتلونکی کې به دغه شمېر لا نور زيات شي. برسيره پر دې، چين به د طبي چارو په برخه کې له دغو هېوادونو سره همکاري وکړي.))

په دې غونډه کې ګډون کوونکو مشرانو دا څرګنده کړه چې د چين وړانديزونه د دغو هېوادونو له دايمي ګټو سره سمون خوري. د دې غونډې د کوربه هېواد کمبوديا لومړي وزير سمديچ هوسن وويل

((په دې غونډه کې مو د همکاريز نظام د برياليتوب د کلکولو لپاره دوه سندونه تصويب کړی چې يوه د دې غونډې په اړه د مشرانو اعلاميه او بل له ۲۰۱۸ کال څخه تر ۲۰۲۲ کال پورې د دغو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ پنځه کلن پلان دی. په وياړ سره وايم چې په ډېرو برخو کې مو لاسته راوړنې تر لاسه کړي دي او د دې همکاريز نظام د راتلونکي په هکله پوره باور لرم. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای