CRI Online

د ۲۰۱۷ کال لس نړيوال سپورټي خبرونه

cri     (GMT+08:00) 2018-01-11 16:20:40

ګرانو اورېدونکو، د ۲۰۱۷ کال سپورټي ډګر ته يوه لنډه کتنه لرو، د IOC، يعنې د اولمپيک نړيوالې کميټې، او د FIFA، يعنې د فوټبال نړيوالې ټولنې، د يو لړ فيصلو او د لوبو پرمختګ پر بنسټ، موږ سترګې په لار يو چې په راتلونکې کې به سپورټي ډګر نور هم په زړه پورې وي. د يوساين بورټ، کريستيانو رونالډو، روګر فېدرير، رافيل نادال او د داسې نورو لوبغاړو لاسته راړونې به تل يادېږي. په دغه خپرونه کې مې تاسو لپاره د ۲۰۱۷ کال لس غوره نړيوال سپورټي خبرونه راغونډ کړی.

لومړی، د جنوري مياشتې په ۱۰مه نېټه، FIFA پرېکړه وکړه چې د ۲۰۲۶ کال د نړيوال جام په پايلوبه کې به د ټيمونو شمېر ۴۸ ته زيات شي. هغه وخت ۴۸ ټيمونه به په ۱۶ ډلو وويشل شي چې هره ډله به ۳ ټيمونه ولري. په ډله ييزه مسابقه کې به لومړی او دويم نمبر ټيم د ۳۲ ټيمونو په مسابقه کې برخه واخلي. د FIFA د دغې فيصلې له امله به د نړۍ نور فوټبال مينه وال خپل ټيم ته د تشويق او هلې ځلې نارې وواهي. دا د فوټبال مينه والو لپاره ، په ځانګړې توګه د هغو ټيمونو لپاره، چې پخوا يې په نړيوال جام کې ګډون نه شو کولی، ګټور دی.

دوهم، د ۲۰۱۷ کال د مې مياشتې له ۲۳مې نېټې څخه تر ۲۷مې نېټې پورې، د الفا ګو په نوم د مصنوعي ځيرکتيا پروګرام د چين پر نهمه درجه اټېران کوونکي که جې، چې په نړۍ کې لومړی نمبر و،غلبه وکړه. وروسته الفا ګو شاتګ وکړ. په ۲۰۱۶ کال کې الفا ګو د بشر او ماشين ترمنځ د اټېران لوړه کچه مسابقه کې د جنوبي کوريا پر نهمه درجه اټېران کوونکي لي شي شي علبه وکړه. اوس د مصنوعي ځيرکتيا پروګرام څپه راپورته شوې او په پراخه توګه به پر بشر ژوره اغېزه وکړي. د الفا ګو د غوره توان له امله بشر به د ټولنې د راتلونکو اصلاحاتو په اړه نورې هيلې او انديښنې رامنځته کړي.

درېيم، ۳۶ کلن روګر فېدرير او ۳۱ کلن رافيل نادال په ۲۰۱۷ کال کې په ګډه سره يو نوی روايت رامنځته کړ چې له مخې يې څلور برخې لرونکی لوي سليم ټينس په دوو برخو وويشله. فېدرير د استراليا پرانيستې مسابقې او د ويمبلېدون مسابقې قهرمان شو، ريکارډ يې مات کړ او ۱۹ ځله يې لوي سليم ټينس تر لاسه کړ. نادال د امريکا پرانيستې مسابقې قهرمان شو او د لسم ځل لپاره د فرانسې پرانيستې مسابقې قهرمان شو. هغه لومړی لوبغاړی دی چې په يو لوي سليم ټينس کې لس ځلې قهرمان کېږي.

څلورم، د ۲۰۱۷ کال د اګيست مياشتې په ۱۳مه نېټه د جامايکا د لنډ واټن ځغاستې لوبغاړي يوساين بورټ د شاتګ اعلان وکړ. په لندن کې دIAAF نړيوالې اتلوالۍ مسابقه کې هغه په ۹ اعشاريه ۹۵ ثانيو د سړي ۱۰۰ مترو مسابقه کې درېيم نمبر تر لاسه کړ. بورټ خپله دوره کې د اولمپيک لوبې ۸ طلايي ميډالونه او د IAAF اتلاتيګ نړيوالې مسابقې ۱۱ طلايي ميډالونه، ۲ نقرايي ميډالونه او يو ژېړ ميډال ګټلي دي. د نومبر مياشتې په ۲۴مه نېټه بورټ د IAAF له رئيس څخه جايزه تر لاسه کړه.

پنځم، د سپتمبر په ۱۳مه نېټه د پيرو په ليما کې د IOC په ۱۳۱مه غونډه کې پاريس د ۲۰۲۴ کال لپاره د دوبي اولمپيک لوبو کوربه ځای او لاس انجلس د ۲۰۲۸ کال لپاره کوربه ځای وټاکل شول.

شپږم، د اکتوبر په ۲۸مه نېټه IOC برقي سپورټ يو سپورټ وباله. وروسته په اړه يې تود بحث رامنځته شو. په اپريل مياشت کې د اولمپيک آسيايي شورا اعلان وکړ چې برقي سپورټ به په ۲۰۲۲ کال کې د هانګ جو په آسيايي سپورټي لوبو کې د رسمي سپورټ په توګه اعلان شي. پخوا به برقي لوبه د چا نه خوښېده حتی پلار او مور به خپل ماشوم ورڅخه لرې ساته، خو اوس داسې نه ده په خلکو کې د يووالي او هڅې په شمول سپورټي روحيې څرګندېږي.

اوهم، د نومبر مياشتې په ۱۵مه نېټه د ۲۰۱۸ کال لپاره د فوټبال نړيوال جام ۳۲ ټيمونه اعلان شول. ايسلنډ او پاناما د لومړي ځل لپاره نړيوال جام ته ننوتل. له آسيا پنځو ټيمونو نړيوال جام ته لاره موندلې. ايټاليا، هالنډ، چيلي او امريکا نه دي توانېدلي چې ياد جام ته لاره پيدا کړلي.

اتم، د دسمبر په پنځمه نېټه IOC د ۲۰۱۸ کال لپاره په پينګ چانګ اولمپيک لوبو کې د روسيې ګډون لغوه کړ. ځکه پخوا د روسيې ځينو لوبغاړو د ممنوع دارو استعمال کړ. خو د روسيې پاک لوبغاړي له روسيې څخه د اولمپيک لوبغاړي په حيث په لوبه کې ګډون کولی شي تر څو د پاک لوبغاړي حق وساتي. په عين وخت کې IOC د روسيې يو شمېر سپورټي مامورانو ته هم سخته سزا ورکړې ده.

نهم، د دسمبر په اوومه نېټه کريستيانو رونالډو د پنځم ځل لپاره طلايي بال تر لاسه کړ، کوم چې د فرانسې فوټبال په نوم د مجلې لخوا انتخاب کېږي. له ۲۰۰۸ کال څخه، نوموړي هڅې کولې چې د طلايي بال تر لاسه کړ، تر دې دمه نوموړي د پنځم ځل لپاره ياد طلايي بال تر لاسه کړی دی، رونالډو نه يوازې د مېسي له ريکارډ سره برابر روان دی، بلکې ځان يې غوره لوبغاړی ثابت کړی دی.

لسم، د دسمبر په ۱۵مه نېټه د ۲۰۲۲ کال لپاره په بېجينګ کې د ژمني اولمپيک لوبې نښه خپره شوه، کوم چې د چيني ژبې د ژمی او الوتل سمبولونو پر بنسټ ډيزاين شوې ده. دا نښه د ۲۰۰۸ کال د اولمپيک لوبو راهيسې يو ځل بيا د اولمپيک لوبو په وسيله چيني کلتور خپروي.

 

 


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای