CRI Online

د جين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي شي جين پينګ د نولسمې دورې د دسپلين د مرکزي څارونکې کميټې په دوهمه غونډه کې وينا وکړه

cri     (GMT+08:00) 2018-01-11 20:42:16

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميټې رئيس شي جين پينګ د جنورۍ په ۱۱مه نېټه د چين د کمونېست ګوند د نولمسې دورې د ډسپلين د مرکزي څارونکي کميټې په دوهمه عمومي غونډه کې يوه مهمه وينا وکړه او ويې ويل چې د چين د ځانګړي سوسياليزم په نوې زمانه کې سترې چارې بايد د کمونېست ګوند تر مشرۍ لاندې وي او د کمونېست ګوند بايد نوې بڼه وښيي.

شي جين پينګ وويل چې بايد په ژوره توګه کمونېست ګوند اداره شي، په هراړخيزه توګه دې د کمونېست ګوند د نولسم ملي ولسي کانګرس روحيې عملي شي، په نوې زمانه کې د چين د ځانګړي سوسياليزم د افکارو په لارښوونه د کمونېست ګوند پر ادارې دې ټينګار وشي، په ټينګه توګه دې د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د واکمنې او لارښوونې وساتل شي. د کمونېست ګوند ابادۍ دې پياوړې شي او په هراړخيز ډول يې د هوسا ټولنې د جوړيدو او د سوسياليزم د عصري کيدو او د هېواد لپاره ټينګ ضمانت برابر شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای