CRI Online

چين د کوريايي ټاپووزمې د حالاتو د ښه والي لپاره د هر ډول کوښښونو هرکلی کوي

cri     (GMT+08:00) 2018-01-11 21:29:58

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر ‌ډونالډ ټرمپ او د جنوبي کوريا ولسمشر مون جاي ين په ټليفونې خبرو کې له شمالي کوريا سره د خبرو اترو نظريې څرګندې کړې، په دې هکله د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لو کانګ د جنورۍ په ۱۱مه نېټه يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل چين د کوريايي ټاپووزمې د حالاتو د ښه والي او د شمالي او جنوبي کوريا د خبرو اترو د هڅونې لپاره د هر ډول کوښښونو هرکلي کوي.

د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جنوبي کوريا له ولسمشر مون جاي ين سره په ټليفونې خبرو کې وويل که شرايط پوره شي، امريکا غواړي چې له شمالي کوريا سره خبرې اترې وکړي.

په دې هکله وياند لو کانګ وويل په دې وروستيو ورځو کې د کوريايي ټاپووزمې د جنوبي او شمالي خواوو تر منځ فعالې نښې رامنځته شوې چې د نړيوالې ټولنې د پاملرنې وړ دي. چين هيله لري چې امريکا او جنوبي کوريا د خبرو اترو په برخه کې اهميت لرونکي ګام پورته کړي او چين غواړي چې په کوريايي ټاپووزمه کې د ذروي مسئلې د حلولو او د خبرو اترو تر سره کولو لپاره کوښښ وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای