CRI Online

چين له دې سره ټينګ مخالفت کوي چې د امريکا د استازو جرګې د تايوان په اړه يو پېشنهاد تصويب کړ

cri     (GMT+08:00) 2018-01-12 10:11:54

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د استازو جرګې څو ورځې مخکې له تايوان سره د تبادلې په هکله يو پېشنهاد تصويب کړی و، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لو کانګ د جنورۍ په ۱۱مه نېټه په دې اړه وويل، د امريکا دغه عمل د يو چين د پېژندې له تګلارې او د چين او امريکا ترمنځ د دريو ګډو اعلاميو له اصلولو څخه سرغړونه ده او د چين په کورنيو چارو کې لاسوهنه ده، چين له دې سره ټينګ مخالفت کوي.

لو کانګ وويل، چين له امريکا څخه غوښتنه کوي چې په جدي توګه د يادې تګلارې او اصولو مراعات وکړي او له تايوان سره هېڅ رسمي تبادله و نه کړي چې د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو د ساتلو لپاره عملي کړه وړه ترسره کړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای